Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې د ۱۶۴ کیلومتره کلیوالي سړکونو جوړولو او بیارغونې چارې پیل شوې 

فېروزکوه (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۴): په غور کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي د دغه ولایت په ۷ ولسوالیو کې د ۱۶۴ کیلومتره کیلوالي سړکونو د جوړولو او بیارغونې چارې پیل شوې.

د غور د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د رسنیو د دفتر مسوول ذبیح‌الله غوثي‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ولایت په چهارسده، الفاروق، دولینه، تولک، دولت‌یار، شهرک او ساغر ولسوالیو کې د ۱۶۴ کیلومتره کلیوالي سړکونو جوړولو چارې پیل شوې.

هغه زیاته کړه، دغه پروژې له یاد ریاست سره په همغږۍ د خوړو د نړۍوالو پرواګرام (WFP ) په مالي او د CRDSA  موسسې په تخنیکي همکاری پلې کېږي.

د هغه په خبره: «دغه پروژې د «کار په بدل کې غذا» په چوکاټ کې کلیوالي خلکو ته د لنډې مودې لپاره د کاري فرصتونو برابرولو په موخه پلې کېږي چې کارګرانو ته د کار په بدل د خوړو د نړۍوال پروګرام له لارې اوړه، غوړي، دال‌نخود او مالګه وېشل کېږي.»

هغه وايي چې د یادو پروژو له ډلې ۸۵ کیلومتره سړکونه د غور په ساغر ولسوالۍ کې جوړیږي چې په بشپړېدو سره به یې د دغه ولایت د شهرک، تولک، تیورې او ساغر ولسوالیو موصلاتي لارې سره ونښلول شي او د خلکو د تګ‌راتګ ستونزې به تر ډېره حل شي.

دغه راز، د یادو ولسوالیو اوسېدونکي د دغو پروژو له پلي کېدو هرکلی کوي او وايي چې په بشپړېدو سره به یې خلکو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.