کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی او هلته یې له ایراني چارواکو سره د افغان کارپوهانو د ظرفیت لوړونې او هېواد ته د خوړو او درملو د وارداتو بهیر د اسانتیا په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر وکړ.
سرچینه زیاتوي چې افغان پلاوي د ایران د روغتیا وزارت له مرستیال او د دغه هېواد د درملو او خوړو سازمان له رئیس ډاکټر مهدي پیر صالحي او مل پلاوي سره لیدنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د تنظیمي او تجارتي اړیکو د پیاوړتیا، د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تنظیم سیسټم پیاوړتیا لپاره د تجربو شریکولو او تخنیکي همکاریو، د لاسلیک شوي تنظیمي هوکړهلیک عملي کولو، د افغان کارپوهانو د ظرفیت لوړونې او هېواد ته د خوړو او درملو د وارداتو بهیر د اسانتیا په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وکړې.
د یادونې ده، له دې مخکې د ایران یوه لوړپوړي پلاوي د دوه اړخیزو همکاریو او هېواد ته د خوړو او درملو د وارداتو بهیر د اسانتیا په موخه د خوړو او درملو معینیت کې له اړوندو مسوولینو سره لیدنه ترسره او خبرې اترې کړې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP