کابل (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د نړۍ په بازارونو کې د سپینو زرو بیه په نږدې یوه کال کې شاوخوا دوه برابره شوې او په افغانستان کې هم د لوړېدو په حال کې ده. اقتصادي کارپوهان وايي چې د امریکا د مرکزي بانک د سود کچې کمېدل، د تقاضا ډېروالی او شنې انرژۍ ته د نړۍ لېوالتیا د سپینو زرو د بیې لوړېدو له لاملونو دي.
د سپینو زرو بیه د روان ۲۰۲۵ کال د لومړیو میاشتو په پرتله د نړۍ په بازارونو کې له دوه برابره ډېره لوړه شوې ده.
د ټرېډینګویو (TradingView) ويبسایټ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په لومړیو کې د یوه اونس سپینو زرو بیه ۲۹.۶ ډالر وه او اوس ۶۳.۱ ډالرو ته لوړه شوې ده.
دغهراز، د انوېسټینګ ويبسایټ د معلوماتو پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په لومړیو کې د افغانستان په بازارونو کې د یوه اونس سپینو زرو بیه ۲۱۷۴ افغانۍ (۳۰.۹ ډالر) وه او اوس ۴۱۸۷ افغانیو (۶۳.۳ ډالرو) ته رسېدلې ده.
هر اونس سپین زر (اونس ټروي چې په نړۍوالو بازارونو کې معیار دی) له ۳۱.۱۰۳۵ ګرامو سره برابره ده.
د کابل ښار د زرګرانو د ټولنې غړي فواد صالحزاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن (سهشنبه، د لېندۍ ۲۵مه) د کابل ښار په بازارونو کې د یو ګرام سپینو زرو بیه ۱۳۰ افغانۍ ده.
ولې د سپینو زرو بیه د لوړېدو په حال کې ده؟
فواد صالحزاده وايي: «ډېر لاملونه دي چې د نړۍ په بازارونو کې د سپینو زرو بیه لوړه شوې ده. اوس سپین زر د ټکنالوجۍ په جوړولو کې کارېږي، د هغو معلوماتو له مخې چې موږ ته رسېدلي، چین هره ورځ له بېلابېلو هېوادونو سلګونه کیلوګرام سپین زر پېري.»
هغه وايي چې ځینو هېوادونو خپلې زېرمې له پیسو څخه پر سرو او سپینو زرو بدلوي چې دا هم د سپینو زرو پر نړۍواله بیه اغېز لري.
بلخوا، د اقتصادي چارو کارپوه قیس محمدي پژواک ته وویل چې د سپینو زرو د بیې لوړېدو له مهمو لاملونو یو د تقاضا ډېرېدل دي، خو د تقاضا په پرتله یې تولید کم شوی دی.
محمدي زیاتوي: «هر څومره چې نړۍ د شنې انرژۍ پر لور ځي، په هماغه اندازه سپینو او سرو زرو ته تقاضا ډېریږي او د هغو په بیو کې هم لوړوالی راځي، دا هم یو مهم عامل دی.»
شنه انرژي هغې پاکې او نوېکېدونکې انرژۍ ته ویل کېږي چې د تولید پر مهال یې د شنو خونو ګازونه او چاپېریالي ککړتیا ډېره کمه یا نږدې صفر وي او د فوسیلي سونتوکو (لکه تېل، ګاز او ډبرو سکرو) برعکس د چاپېریال د اوږدمهاله تخریب لامل نه ګرځي.
قیس محمدي وویل: «د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د ترسره شوو محاسبو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به په نړۍ کې اقتصادي ناورین ډېر شي. له همدې امله د امریکا مرکزي بانک د ګټې کچه کمه کړې څو خلک ډېر پورونه واخلي او خلک هم د راتلونکي اقتصادي ناورین له وېرې د سرو او سپینو زرو برخه کې پانګونه کوي، دا هم د سپینو زرو د بیې په لوړېدو کې اغېز لري.»
د راپورونو له مخې، د متحده ایالتونو مرکزي بانک د روان کال د ډسمبر په لسمه د درېیم ځل لپاره د ګټې کچه کمه کړه او دا په داسې حال کې ده چې د دغه بانک دننه د راتلونکو میاشتو د نورو کمېدو په اړه په نظرونو کې اختلاف شته او وضعیت یې له ابهام سره مخ کړی دی.
بلخوا، د کابل ښار په سرای شهزاده کې یو صراف احمدشاه هم د نړۍ او افغانستان په بازارونو کې د سپینو زرو د بیې د لوړېدو یادونه کوي او د لاملونو په اړه یې وايي چې په بېلابېلو هېوادونو کې جګړې او ناامنۍ د دې لامل شوې چې خلک په خوندي شتمنیو لکه پر سرو او سپینو زرو پانګونه ډېره کړي، له همدې امله د دغو قیمتي فلزاتو بیې په نړۍوالو بازارونو کې لوړې شوې او ډېری صرافانو هم اوسمهال د سرو او سپینو زرو سوداګرۍ ته مخه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP