Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قطر کې د اسلامي هېوادونو په ګډ نندارتون کې د افغانستان ۳۶ تاریخي اثار نندارې ته وړاندې کېږي

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، قطر کې د اسلامي هېوادونو په ګډ نندارتون کې یې نندارې ته اېښودو لپاره ۳۶ قلمه تاريخي اثار ټاکلي چې دغه هېواد ته پر لېږدولو یې کار روان دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د قطر سفير مردف القاشوطي په ياد هېواد کې د اسلامي هېوادونو د موزيمونو ګډ نندارتون ته د افغانستان د تاريخي او فرهنګي آثارو د لېږد په اړه د دغه وزارت له وزیر شيخ شيراحمد حقاني سره وکتل.

د قطر سفیر ویلي، دا نندارتون به د راروان میلادي کال په دویمه مياشت کې پرانیستل شي، چې د پرانيستې په مراسمو کې به يې د ګڼو اسلامي هېوادونو چارواکي ګډون وکړي. دا نندارتون به د اسلامي هېوادونو تر منځ د اړيکو د پراختيا او د یادو هېوادونو د تاريخي اثارو د پېژندنې لامل وګرځي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ویلي: «هیله لرم چې د قطر د سفير په حیث ستاسو ټاکل کېدل به په بېلابېلو برخو کې د اړيکو د پراختیا او پياوړتیا سبب شي، قطر او افغانستان اوږدمهاله دوستانه اړيکې لري.»

خبرپاڼه کې راغلي چې حقاني د تمدني، علمي او تاريخي تبادلو په پراختیا د ټينګار تر څنګ د ګډو فرهنګي پروګرامونو، نندراتونونو، او علمي کنفرانسونو د ترسره کولو وړانديز وکړ.

هغه ویلي، د ااطلاعاتو او فرهنګ وزارت د قطر د اسلامي هېوادونو ګډ نندارتون لپاره ۳۶ قلمه تاريخي آثار د لېږدولو لپاره ټاکلي چې د اړوندو ادارو سره يې د انتقال او اداري چارو کارونه پرمخ روان دي، چې په ټاکلي وخت به هغه هېواد ته ولېږدول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.