کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د عراق پخوانی ولسمشر برهم صالح د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر په توګه ټاکل شوی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عراق پخوانی ولسمشر برهم احمد صالح په نیویارک کې له یوې رقابتي پروسې وروسته چې د بېلابېلو هېودونو نوماندانونو ګډون پهکې درلود، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېشنر په توګه ټاکل شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، تمه ده چې نوموړی به د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې رسماً خپله یاده دنده پیل کړي.
فیلیپو ګراندي چې دنده یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر په توګه د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۳۱مه پای ته رسېږي وايي: «برهم صالح په لوړ دولتي مقام کې د خدمت څو لسیزې تجربه لري؛ داسې تجربه چې له ثابتې رهبرۍ او سنجول شوې ډیپلوماسۍ سره مل وه. هغه له داسې هېواده راځي چې په وروستیو کلونو کې له جګړو، ځورونې او پراخې بېځایه کېدو سره مخ دی او له هغو ننګونو سره چې نن ډېری کډوال ورسره مخ دي، له نږدې بلدتیا لري.
نوموړي ویلي چې د برهم صالح مخینه او تجربه په داسې وخت کې چې نړۍ له پراخې بېځایه کېدو او پېچلو بشري او سیاسي ننګونو سره مخ ده، د یواېناېچسيار د رهبرۍ لپاره یو مناسب انتخاب دی.
د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې دغهراز راغلي چې په وروستیو کلونو کې د بشري مرستو د بودجې د پام وړ کموالی سره لا همUNHCR په ۱۲۸ هېوادونو کې فعالیت لري. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په همدې میاشت کې د هغو خلکو ملاتړ لپاره د خپلو هڅو ۷۵مه کلیزه نمانځي چې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP