کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وایي، په شمالي سالنګ کې د یوه ۵۸۰ مسافروړونکي موټر چپه کېدو پېښه کې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان شوي او دغه لار د توپاني هوا له امله موقتاً د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې شوې ده.
هغه لیکلي، یاد ۵۸۰ موټر د چلوونکي د بېاحتیاطي له امله له سړکه وتلی او چپه شوی چې له امله یې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان شوي دي.
حقشناس زیاته کړې چې د پېښې ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري د خنجان روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
د ټولګټو وزارت له موټرچلوونکو غوښتي چې پر یاده لار د تګ راتګ پر مهال دې د مؤظفینو لارښوونې په پام کې ولري او ترافیکي قوانین دې مراعات کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سالنګونو لویې لارې موظف پرسونل او کارکوونکي په بېلابېلو برخو کې د واورې په پاکولو بوخت دي او دغه لار د توپاني هوا له امله موقتاً د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP