Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غور – کابل او د غور د شپږو ولسوالیو لارې د واورې ورېدو له امله تړل شوې دي

فېروزکوه (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د غور سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د غور – کابل او د «بند باین» کوتل ساحه کې د دغه ولایت د شپږو لوېدیځو ولسوالیو لارې د تېرې شپې واورې ورېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

د غور د ټولګټو رییس مولوي عبدالکریم ابو شعیب ویلي: «بکک کوتل چې د غور – کابل لویې لارې په اوږدو کې موقعیت لري او بند باین کوتل چې د غور شپږ لوېدیځې ولسوالۍ د دغه ولایت له مرکز سره نښلوي، د تېرې شپې واورې ورېدو له امله تړل شوې دي.»

هغه زیاته کړه، د دې ادارې د واورې پاکولو ټیمونه په تړل شوو ساحو کې د واورې په پاکولو لګیا دي او هڅه کوي یادې لارې ژر پرانیزي.

بکک کوتل چې د غور او بامیان ولایتونو ترمنځ پر پوله موقعیت لري، هر کال په ژمي کې د واورې ورېدو پر مهال د ترافیکو پر مخ تړل کېږي او خلک له ستونزو سره مخ کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.