Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې درې کوډګر نیول شوي

غزني‌ښار (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د غزني د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز په بېلابېلو سیمو کې درې کوډګر نیول شوي دي.

د غزني د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ریاست محتسبینو د استخباراتو او امنیتي حوزو په همکارۍ د مرکز اړوند بېلابېلو سیمو کې درې کوډګر نیولي دي.

خپرپاڼه که راغلي چې یاد کسان د سحر او جادو له کتابونو، تعویذونو او د کوډګرۍ له نورو وسایلو سره یوځای نیول شوي او د پلټنو پر مهال یې پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

سرچنې زیاته کړې چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي څو شرعي حکم پرې جاري شي.

سرچینه زیاتوي چې د خرافاتو، کوډګرۍ او د خلکو د عقیدې فاسدولو پر وړاندې مبارزه جدي تعقیبېږي او د ټولنې د اصلاح په موخه به دا لړۍ دوام ولري.

د یادوني ده، تېره ورځ هم د غزني د مرکز د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو ګډوګر نیول شوی و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.