Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

علي بلال: هڅه کوم د ۲۰۲۶ کال مسټر المپیا سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړم

کابل (پژواک، ۲ مرغومۍ ۱۴۰۴): د بدن د ښکلا او فټنس افغان لوبغاړی، د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو د مسټر المپیا د فزیک برخې نایب‌اتل او د ارنولډ کلاسیک اتل علي بلال چې په دې وروستیو کې هېواد ته راغلی، نن یې په کابل کې د خلکو او مسوولینو له خوا رسمي هرکلی وشو.

په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق وویل چې افغانستان په هره برخه کې د قدر وړ شخصیتونه، استعدادونه او اتلان لري.

هغه زیاته کړه، له هېواده بهر هم یو شمېر اتلان شته چې له ډلې یې یو علي بلال دی چې هر ځای د افغانستان په نوم لوبېدلی او د هېواد نوم یې ځلولی دی.

د نوموړي په خبره، اوس په افغانستان کې امن دی او د دې زمینه برابره شوې چې هر څوک راشي او د هېواد له طبیعته خوند واخلي.

وثیق علي بلال ته ډاډ ورکړ چې د ورزش اداره یې ملاتړ کوي او تر شا یې ولاړه ده.

په یاده غونډه کې د بدن ښکلا او فټنس ملي فدراسیون رییس باور هوتک وویل، افغانستان ښه استعدادونه لري چې کولای شی په نړۍ کې ښه وځلېږي.

نوموړي له علي بلال څخه غوښتنه وکړه چې د بدن ښکلا او فټنس برخه کې دې له افغان ځوانانو سره خپلې تجربې شریکې کړي او همکاري دې ورسره وکړي.

همدارنګه په یاده غونډه کې د بدن ښکلا او فټنس افغان لوبغاړي علي بلال وویل، لومړی ځل دی چې افغانستان ته راځي او د هېوادوالو له لوري یې تود هرکلی کېږي.

هغه زیاته کړه، د هېوادوالو مینې نوموړی دې ته تشویق کړ چې هڅه وکړي څو د راتلونکي ۲۰۲۶ کال مسټر المپیا سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړي.

نوموړی وایي، په افغانستان کې د ورزش برخه کې ډېر ښه ځوانان شته، که ملاتړ یې وشي ښه به وځلېږي.

علي بلال وایي چې د ۲۰۲۶ کال مسټر المپیا سیالیو به بشپړ چمتووالی نیسي څو دا ځل په دغو سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړي.

د یادونې ده، علي بلال د نورو لاسته‌راوړنو ترڅنګ د نړۍ په کچه په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلنو کې د مسټر المپیا سیالیو کې دویم مقامونه ګټلي او همدارنګه په ۲۰۲۴ کال کې یې د ارنولډ کلاسیک سیالیو اتلولي ترلاسه کړې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.