هرات (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۴): د ایران د اوسپنې پټلۍ یوه تخنیکي پلاوي د هرات له والي سره په لیدنه کې د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ د کاري پروګرامونو پلې کېدو او له دې پټلۍ د ګټې اخیستو د اسانتیا برخو کې له ځايي ادارې د همکارۍ غوښتنه کړې او د هرات والي هم د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د هرات د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، د ایران د اوسپنې پټلۍ یو تخنیکي پلاوی د دغه هېواد د اوسپنې پټلۍ د سوداګریز مرستیال مرتضی جعفري په مشرۍ د ټولګټو ریاست، د سوداګرۍ او پانګونې او د صنایعو او کانونو خونو د رییسانو په شتون کې د هرات له والي شیخ مولانا اسلامجار سره لیدنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، یاد پلاوي د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ د ښهوالي او اصلاحاتي چارو د څارنې په اړه خپل کاري راپور له والي سره شریک کړی او د خپلو کاري پروګرامونو پلي کولو او د دې پټلۍ د استفادې د اسانتیا برخه کې یې له ځايي ادارې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
ورته مهال، د هرات والي شیخ مولانا اسلامجار هم د شته ستونزو د حل په موخه یاد پلاوي ته د ځايي ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
هغه د اوسپنې له یادې پټلۍ پر لا ډېرې اغېزناکې ګټه اخیستنې، د انتقالاتو د کچې پر لوړېدو او د ترانزیټ بهیر د اسانتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په پای کې دواړو لورو د تخنیکي او عملیاتي همکاریو پر پراختیا، د اړوندو بنسټونو ترمنځ پر لا ډېرې همغږۍ او د یوه مهم ترانزیټي او سوداګریز مسیر په توګه د هرات – خواف اوسپنې پټلۍ له ظرفیتونو د ډېر کار پر اخیستلو ټینګار کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP