کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، چین د متحده ایالتونو له لوري ټایوان ته د وسلو د پلور په غبرګون کې د امریکا ۲۰ دفاعي شرکتونه او یو شمېر لوړپوړي چارواکي تحریم کړي دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې ۲۰ امریکایي دفاعي شرکتونه او ۱۰ حقیقي کسان په دغو تحریمونو کې شامل دي.
د یاد وزارت په وینا، دغه اقدام ټایوان ته د امریکا د ۱۱.۱ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د نوې کڅوړې د پلور په ځواب کې شوی چې له دغه ټاپو سره د واشنګټن یو له تر ټولو سترو پوځي معاملاتو شمېرل کېږي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: «هر ډول پاروونکې کړنه چې د ټایوان په موضوع کې له سرو کرښو واوړي، د چین له پرېکنده غبرګون سره به مخ شي.»
یاد وزارت له امریکا غوښتي چې پر وسلو د ټایوان تجهیزولو لپاره دې خپلې «خطرناکې» هڅې پای ته ورسوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په تحریم شوو شرکتونو کې د بویینګ شرکت د سنتلوییس څانګه، د نورثروپ ګرومن سیسټمونو شرکت، د اېلتري هریس سمندري خدمتونه او د لازاروس اېای شرکتونه شامل دي.
د یادې پرېکړې پر بنسټ، د یادو شرکتونو شتمنۍ په چین کې کنګل کېږي او چیني ادارې او وګړي له هغو سره له هر ډول همکارۍ منعه شوي. دغهراز د تحریم شوو کسانو شتمنۍ په چین کې مصادره شوې او دغه هېواد ته د هغوی پر ورتلو بندیز لګېدلی دی.
راپور زیاتوي چې په نښه شوو کسانو کې د دفاعي شرکت «اندوریل اينډسټریز» بنسټ اېښودونکی او د تحریم شوو شرکتونو ۹ لوړپوړي مشران شامل دي. دغه تحریمونه به د ډسمبر له ۲۶مې نېټې عملي شي.
د ویلو ده، له ټایوان سره د امریکا وروستۍ پوځي معامله چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ډسمبر په ۱۷مه اعلان کړه، د ۸۲ متحرکو راکټي سیسټمونو «هیمارس» او ۴۲۰ تاکتیکي توغندیو «اتکمز» پلورل په کې شامل دي چې ارزښت یې څه باندې څلور میلیارد ډالر دی.
په یاده پوځي بسته کې دغهراز د توپخانې ۶۰ خودکششي سیسټمونو او اړوندو تجهیزاتو پلور هم په کې شامل دی چې ارزښت یې څه باندې څلور میلیارد ډالر دی او دغهراز له یو میلیارد ډالرو د ډېر ارزښت لرونکي بېپیلوټه الوتکې هم پهکې شاملې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP