کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۴): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پیله تر اوسه څه باندې ۱۷ میلیونه پېژندپاڼې وېشل شوې چې له دې ډلې ۶.۴ میلیونه ښځو ته صادر شوې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دې ادارې د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر له پیله راهیسې یې تر اوسه ۱۷ میلیون او ۶۸ زره کسانو ته پېژندپاڼې ورکړې دي.
سرچینې زیاته کړې چې له دې ډلې ۱۰ میلیون او ۶۲۱ زره پېژندپاڼې نارینهوو او ۶ میلیون او ۴۴۷ زره ښځو ته وېشل شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د شمېرو په پام کې نیولو سره، تر ټولو ډېرې برېښنايي پېژندپاڼې په کابل، هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار کې وېشل شوې دي چې څه باندې ۱۱ میلیون یې یوازې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته وېشل شوې دي.
د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ د ۱۳۹۷ کال په غويي میاشت کې پیل شوې او لومړنۍ برېښنايي تذکره د هېواد مخکني ولسمشر محمداشرف غني ترلاسه کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP