کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۴): ځینې کسان له نورو سره ناسمې سیالۍ کوي خو د چارو پوهان وایي، دا ډول له نورو سره د ځان پرتله کول، نه یوازې د خوښۍ کچه راکموي، بلکې د کمارزښتۍ، ټولنیزو ستونزو او «خطرناکو پرېکړو» لامل هم کېدای شي.
- دیني عالم: په مادي لحاظ له نورو سره ځان مه پرتله کوئ، دا کار مو ارامتیا او سکون اخلي.
- ځوانانو ته د ارواهپوه مشوره: ژوند مو د خپلو شرایطو، ارزښتونو او امکاناتو له مخې و ارزوئ!
- د ناسمو سیالیو د قربانیانو کیسې
د کابل ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکی مجیبالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ماما دوه زامن یې په جرمني کې دي او ده به هم تل ځان له هغوی سره پرتله کاوه او همدا یې یوه هیله وه چې یوه ورځ باید دی هم ځان جرمني ته ورسوي.
هغه زیاتوي چې وړم کال یې په دغه سیمه کې خپل شته کور چاته په ګروۍ ورکړ او په قاچاقي ډول د جرمني په تکل روان شو.
دی وایي: «په میاشتو میاشتو ایران کې پاتې شوم، بیا له دې ځایه په قاچاقي ډول د ترکیې تر مرز ورسېدم، هغه وخت هلته ډیره واوره شوې وه، په ډيرو سختیو د ترکیې خاورې ته د ملګرو له یوې ډلې سره واوښتم، په لاره کې غلو ونیولم، شاوخوا شل شپې له غلو سره بندي وم، بالاخره یې ټولې شته پیسې را څخه واخیستې او همداسې بېرته خپل هېواد ته راغلم.»
هغه زیاتوي چې د نورو سره د پرتله کولو ثمره یې دا شوه چې جرمني ته هم ونه رسېد، د کور د ګروۍ پیسې یې هم له لاسه ورکړې او اوس له خپلې کورنۍ سره په یوه کرایي کور کې ژوند کوي.
دی وایي چې په قاچاقي لارو د سختیو له امله د پښو درد ورته پیدا شوی او روغتیایي حالت یې هم سم نه دی.
مجیبالله وایي چې د ځوانانو ترمنځ ناسم رقابتونه ښه کار نه دی، کله کله ان د مرګ لامل هم کېدای شي او دی هم پر قاچاقي لارو د مرګ له ګواښ سره مخ شوی و.
د کابل ښار د ارزان قیمت سیمې یو اوسېدونکی میوند خاکسار وایي چې د دوی یو خپلوان د همدې ناسمو سیالو له امله په رواني ستونزو اخته شوی.
هغه زیاتوي چې مخکې د دغه کس اقتصادي وضعیت ښه و، زامنو یې هر یوه خصوصي پوهنتونونه لوستل، هر یوه جلا جلا موټر درلود او دا کارونه یې ټول له خلکو سره د سیالیو په موخه کول.
خو خاکسار زیاتوي چې اوس د دغه کس اقتصادي وضعیت کمزوری شوی، کور او موټر یې پلورلي او نه شي کولای د پخوا په څېر سیالۍ وکړي؛ نو ځکه خو رواني ستونزې ورته پیدا شوې او د لېونتوب تر پولې رسېدلی دی.
دی زیاتوي چې ژوند کې ناسمې سیالۍ سم کار نه دی او سړی باید په هر حالت کې تدبیر ولري څو یې د ژوند چارې یې سمې روانې وي.
د کابل ښار ۱۵ ناحیې اوسېدونکې فرشته وایي چې ځینې ښځې او نجونې هم له نورو سره په جامو، کور، د کور وسایلو، سرو زرو او نورو کې سیالي کوي، هڅه کوي چې تر نورو ښځو ډېر څه ولري او که دا کار ونه شي کولای بیا ځورېږي او ځان تر نورو کم احساسوي.
فرشته زیاتوي: « ښځې حتی د هر واده او هرو مراسمو لپاره نوي کالي کوي څو خلک ونه وایي چې دا یې هغه بل واده کې هم اغوستي وو.»
د هغې په وینا، دغه چاره کله کله په خپګان او کورني تاوتریخوالي هم اوړي؛ ځکه ځینې کورنۍ د دا ډول غوښتنو د پوره کولو وس نه لري.
فرشته وایي، نجونې او ښځې باید د کورنۍ اقتصاد ته په پام غوښتنې ولري او خپلې خوښۍ د بېځایه سیالیو تر سیوري لاندې رانه ولي.
د ناسمو سیالیو منفي پایلې
دیني عالم نورالله کوثر وایي، د اسلامي شریعت له مخې، باید خلک په معنویاتو، دیانت، صداقت او علمیت کې ځان له نورو لوړو کسانو سره پرتله کړي او دا هیله وکړي چې دی هم باید یوه ورځ د هغوی په شان شي.
هغه زیاتوي: «په مادي برخه کې به تل ځان له ټيټو خلکو سره پرتله کوې او شکر به د دې باسې چې الحمدالله زه خو ارامه یم او یوه مړۍ ډوډۍ راته پیدا کیږي، هغه فلاني ته وګوره چې حالت یې خراب دی، دا به نه وایې چې فلانی پیسې لري او زه یې ولې نه لرم.»
د ده په وینا، رسول الله (ص) خلک په مادي لحاظ له نورو سره له ځان پرتله کولو منعه کړې؛ ځکه چې دا کار له خلکو ارامتیا او سکون اخلي او ټولنیزې ستونزې را ولاړوي.
د پوهنتون استاد او ارواپوه ډاکټر شرفالدین عظیمي وایي، خلک ځکه ځان له نورو سره مقایسه کوي چې د خپل ارزښت او مقام د معلومولو لپاره روښانه او ثابت معیارونه نه لري او له همدې امله اړ کېږي چې خپل ځان د نورو له حالت سره وتلي.
هغه وایي: «زما په نظر، په افغانستان کې دا مقایسې او پرتلې ځکه ډېرې دي چې خلک خپل ژوند، خپل زحمت او شرایط د دې له مخې نه ارزوي چې زه څوک یم، څومره زحمت باسم، مسلک مې څه دی او عواید مې څومره دي، بلکې د نورو د لیدو، د نورو د تظاهر او د نورو د بریا له مخې دا سنجش شروع کوي.»
د ده په خبره، د ښارونو تر څنګ په لرې پرتو سیمو کې هم خلک له یو بل سره سیالۍ کوي؛ د بېلګې په توګه هغه زیاتوي چې که یو څوک حج ته ولاړ شي، نور هم هڅه کوي ولاړ شي، که یو چا دویمه ښځه وکړه، نور هم ورته اقدام کوي، که یو چا ډېرې ځمکې واخیستې، نور هم کوښښ کوي ځمکې زیاتې کړي او که چا اولادونه د زدهکړو لپاره بهر ته ولېږل، نور هم همدا کار کوي.
عظیمي وایي: «له علمي اړخه یې که وسنجوو یا ووایم هغه سنجش چې پخوا ارواپوهانو کړی، مثلآ کارلیونګ مخکښ سایکولوژیست دی، هغه وایي چې که پرتله کول د ودې لپاره وي که پرتله کول د رشد لپاره وي او که پرتله کول د سمون لپاره وي ښه دي، دا سالم کار دی، ښه خبره ده، خو که د ځان د ارزښت ماتولو سبب شي بیا تاوان کوي.»
د ده په خبره، په افغاني ټولنه کې دا کار ډېر منفي اړخونو لري، له ګټو یې زیانونه ډېر دي؛ ځکه چې خلک خپلې نیمګړتیاوې د نورو خلکو له لاستهراوړونو سره مقایسه کوي او دا کار د دې لامل ګرځي چې انسان د کمترۍ په احساس اخته شي، یا یو ډول «بخیلي او ناامیدي» ورته پیدا شی.
هغه وایي چې کله کله ناسمې سیالۍ د رواني فشار او حتا د «خطرناکو پرېکړو» سبب هم ګرځي.
دی وایي، دا ستونزه په هغو ځوانانو کې ډېره پیدا کېږي چې بېکاره وي.
عظیمي وایي، انسان باید خپل ځانته په خپله ارزښت ورکړي او هغه ارزښت په پیسو، موټرو او کورونو کې نشته.
دی زیاتوي: «زه غریب مراجعین هم لرم، شتمن او مالداره مراجعین هم لرم چې له رواني اختلالاتو کړېږي او ماته مراجعه کوي، ما تر اوسه نه دي لیدلي چې پیسې دې خلکو ته ارامتیا ورکړي...انسان باید ځان ته په ژوند کې معنا ولټوي؛ ځکه چې معنا پيسو او په نه پیسو کې نه ده، معنا په یو بل ذهني او فکري وضعيت جوړولو کې ده چې که هغه پیدا شي انسان کولای شي ډېر راحت او ارامه ژوند وکړي.»
هغه ځوانانو ته په خطاب کې وویل: «خپل ژوند د خپلو شرایطو، ارزښتونو او امکاناتو له مخې و ارزوئ.»
د پوهنتون دغه استاد وایي، که څه هم د ځان پرتله کول تر ډېره فردي کار دی خو حکومت هم د دغه کار د کچې را کمولو په برخه کې رول لرلای شي.
دی وایي، اسلامي امارت هم باید بودجې او پالیسۍ د زدهکړو پر پیاوړتیا متمرکزې کړي؛ ځکه اوس هم د هېواد لویه برخه ټولنه کمسواده ده او لوستۍ نسل د معاصرې نړۍ اړتیاوو؛ لکه مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوژۍ ته اړتیا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP