Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عدلیې وزیر: افغانان باید د حج په مراسمو کې د افغانستان ښه استازولي وکړي

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۴): د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د اړوندو ادارو او د حج او عمرې د شرکتونو د ټولنې له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، سعودي عربستان د نړۍ د مسلمانانو مرکز دی او افغان حاجیان باید هلته د افغانستان ښه استازولي وکړي او په دې برخه کې ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو اغېز کولای شي.

د عدلیې وزارت نن (دوشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو د دغه وزارت د وزیر شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، د اړوندو ادارو او د حج او عمرې د شرکتونو د ټولنې له مسوولینو سره له لیدنې خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال مولوي قدرت‌الله جمال، د حج او اوقافو او بهرنیو چارو وزارتونو استازي، د عمومي استخباراتو ریاست، د کابل نړۍوال هوايي ډګر ریاست، د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رییس او د حج او عمرې د شرکتونو د ټولنې رییس هم ګډون درلود.

د خبرپاڼې له مخې، په یاده ناسته کې د عمرې حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته د حاجیانو د سفر په تړاو ستونزې وڅېړل شوې او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر مخنیوي، د حج او عمرې د سفر د لګښتونو د کمولو، د ځینو کسانو د نه ستنېدو او له سعودي عربستانه نورو هېوادونو ته د تګ لپاره د هڅو د حل پر موضوعاتو خبرې وشوې.

د عدلیې وزیر په یاده ناسته کې ویلي چې سعودي عربستان د نړۍ د مسلمانانو مرکز دی او افغان حاجیان باید هلته د افغانستان ښه استازولي وکړي.

هغه زیاته کړې چې په دې برخه کې ستونزې کولای شي د افغانستان او سعودي عربستان پر اړیکو اغېز وکړي او پر افغان حاجیانو محدودیتونه هم ډېر کړي.

د عدلیې وزیر ټینګار کړی چې د نظام حیثیت باید وساتل شي او ټول مسوولین دې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د حج او عمرې د شرکتونو ټولنه او اړوندې ادارې باید دغه ستونزې ژر تر ژره حل کړي.

ورته مهال، د ادارو مسوولینو او استازو هم په یاده ناسته کې د حج او عمرې د سفر د ستونزو د حل لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه بیان کړل.

د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی مرستیال په مشرۍ او د نورو ادارو په غړیتوب دې یوه کمېټه جوړه شي څو په دې برخه کې شته ستونزې او ننګونې وڅېړي او د حل لارې ورته ولټوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.