کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۴): هر سهار وختي د خرو د پښو ترپهار، د لاسي کراچیو او د اوبو د لوښو غږ د کلي چوپتیا ماتوي او کلیوال د اوبو راوړلو لپاره هغو څاګانو ته تر یو ساعت پلی مزل کوي چې ځینې یې له هر یو ساعت وروسته د نیم ساعت لپاره کلیوالو ته اوبه ورکولای شي.
د دوی دا پلی مزل چا ته نیم ساعت او چا ته ان تر یو ساعت هم اوږدېږي؛ ځکه مینې یې توپیر کوي، څوک د کلي په یو سر او څوک په بل سر کې اوسېږي او ځیني یې د چمن په نوم سیمې ته د اوبو لپاره شاوخوا څلور کیلومتره لار وهي.
دا د غزني ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د نوابخېلو، سلامخېلو او انګړ کلیو د خلکو د ورځني ژوند کیسه ده؛ هغه کلي چې ټولې ۴۵۰ کورنۍ په کې ژوند کوي او اوسېدونکي یې وایي، که دا ستونزه حل نه شي، کېدای شي د سیمې پرېښودو ته اړ شي.
د کلیوالو کیسې
د یادو کلیو اوسېدونکي وایي، هر سهار وختي څاګانو ته روانېږي، څو هلته اوبو ته نوبت ونیسي، ځیني کسان ماښام تر ناوخته هلته پاتې کېږي، بیا ځیني په خرو او ځیني په لاسي کراچیو کې د خپلې اړتیا اوبه کورونو ته وړي او ځیني بیا اړ دي چې پر خپلو اوږو اوبه ولېږدوي.
هغوی وایي، د اویو سطحې له ټيټېدو سره هر کور درې څلور څاګانې ووهلې خو د وخت په تېرېدو سره وچې شوې او اوس په دغو درې واړو کلیو کې یوازې لس څاکانې دي چې هغه هم ډېرې کمې اوبه لري.
۶۵ کلن اللهنظر د نوابخېلو کلي اوسېدونکی دی؛ دی لکړه په لاس، له خپلو ماشومانو سره د کلي هماغې څاه ته په نوبت ولاړ دی چې کلیوال یې زېرمه په نیم ساعت کې تشوي.
هغه وایي، د دغه کوهي اوبه چې خلاصې شي، بیا نو کلیوال ورته تر یو ساعت منتظر پاتې کېږي څو په کوهي کې بېرته اوبه راټولې شي او بیا یې په نوبت وباسي.
اللهنظر زیاتو: «د کلي خلکو ته اوبه نه رسېږي، زیات وخت زه هم تش لاس کور ته ستنېږم.»
د ده په خبره، که دا ستونزه همداسې دوام وکړي، دوی اړ دي چې خپلې مېنې پرېږدي او نورو سیمو ته کډه شي.
هغه زیاتوي: «دلته نه یوازې انسانان د څښاک اوبه نه لري، بلکې د مالدارۍ او کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره هم اوبه نه لرو.»
د نوابخېلو کلي بل اوسېدونکی محمدرحیم هم د اوبو له کموالي شکایت کوي، وایي په دې سیمه کې د اوبو کمښت اوس په داسې یوه ستونزه اوښتی چې د کلیوالو ورځنی ژوند، کرنه او راتلونکی یې له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
هغه وایي چې د شته څاګانو اوبه هم داسې دي چې په لومړي سر کې یو څه پاکې وې، خو وروسته خړې شي او د څښاک لپاره مناسبې نه وي.
د نوابخېلو کلي بل اوسېدونکی دلاور ترهکی هم د یوې بلې داسې څاه ترڅنګ ولاړ دی چې د لږ وخت لپاره اوبه لري او بیا وچېږي.
هغه وویل چې په نوابخېلو کې ټولې څلور څاګانې دي، هغه هم ډېرې اوبه نه لري او دوی کله کله د چمن سیمې ته د څښاک اوبو لپاره څلور کیلومتره مزل هم کوي.
هغه وایي، دغه څلور څاګانې د دوی د کلي وروستۍ اسره ده.
د دغه کلي خلک وایي، ټوله ګټهوټه یې له کرنې او مالدارۍ وه، خو د اوبو کمښت یې د ژوند د پایښت لپاره دا بنسټیزه سرچینه هم نږدې له منځه وړې ده.
ترهکی وایي چې هلته اوس کرنه د له منځه تلو په حال کې ده او د سیمې کارېزونه ډېر پخوا وچ شوي دي.
هغه زیاتوي: «پخوا (تر کارېزونو وروسته) چې ماشینونه وو، کوهیان وو، د هغو په واسطه مو اوبه را ایستلې او ځمکو ته مو ورکولې، خو له هغه وروسته چې د اوبو سطحه کښته ولاړه نو بیا مو کوهیان ژور وکښل او له سولرو مو کار اخیست، خو اوس هغه هم [ډېر یې وچ شوي او له پاتې نورو] په ډېره کمه اندازه اوبه راکاږو، کافي اوبه نه دي، خلک د څښاک په اوبو پسې لالهانده ګرځي او د ځمکو هم همداسې حساب دی.»
د ده په وینا، اوس په دې سیمه کې ځیني هغه خلک ډېر لږ پیاز، رشقه او کچالو کري چې اقتصادي وضعیت یې ښه دی او ژورې څاګانې یې ایستلې دي، خو د سیمې عام خلک دغه کار نه شي کولای.
هغه وایي، هغه څاګانې چې ځینو کسانو د کرنې لپاره کیندلې، یوازې د هماغو خلکو ځمکې په کمه اندازه خړوبولای شي.
د ناوې ولسوالۍ د سلامخېلو کلي اوسېدونکی ۵۵ کلن حاجي کلام وایي، په ژوند کې داسې بد وضعیت پرې هيڅکله نه و راغلی خو اوس دا هر څه په ډېر درد تجربه کوي.
دی هم وایي: «د ځمکو او څښاک لپاره مو کارېزونه درلودل، هغه دا څوارلس کاله کېږي چې وچ شوي، ځمکې مو اوبه نه لري، انسانان هم د څښاک لپاره په ډېرو ستونزو اوبه پیدا کوي او مالداري مو هم نور د له منځه تلو په حال کې ده.
دی وایي چې اوس د دغه کلي خلک څلور کیلومتره پلی مزل کوي، د چمن سیمې له څاګانو په خرو او کراچیو کې اوبه راوړي او ځیني کسان بیا په داسې حال کې دغه اوږد مزل وهي چې د اوبو بوشکې یې هم پر اوږو وي.
د یادې ولسوالۍ د انګړ کلي خلک چې نوابخېلو ته څېرمه پروت دی، هم ورته ستونزې لري.
د نوابخېلو اوسېدونکی محمدانور وایي چې د انګړ خلک هم د نوابخېلو او انګړ کلیو په څېر د اوبو له کمښت سره مخ دي.
د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د روغتیاساتنې او اوبو رسونې برخې مسوول انجینر حمیدالله د یاد کلي ستونزې په اړه مشخص جزئیات ورنه کړل خو ویې ویل چې دغه ریاست د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۲۴ په لمریزه انرژۍ سمبال د اوبو رسونې پروژې تطبیق کړې دي.
دی وايي: «ترسره شوې پروژې هر کس ته په یوه شپه او ورځ کې څلوېښت لېتره پاکې اوبه رسوي او د راتلونکي کال لپاره مو هم پلان دی چې د غزني په یو شمېر نورو ولسوالیو کې ۳۴ نورې پروژې تطبیق کړو.»
د اقلیم چارو شنونکي میرشکېب میر وایي، د کارېزونو او د اوبو د سرچینو وچېدل د اقلیمي بدلونونو او همدارنګه په افغانستان کې له پخوا د اوبو د مدیریت د جدي کمزورۍ مستقیمې پایلې دي.
هغه زیاتوي: «له بده مرغه، دغه وضعیت په اوږدمهال کې پر اقتصاد، د فقر پر زیاتوالي، ټولنیزو ستونزو، چاپېریالي حالت او د عامې روغتیا پر وضعیت منفي اغېزې لري.»
د ده په وینا، د دغو ننګونو د مخنیوي لپاره په لومړي ګام کې اړینه ده چې د افغانستان د اوبو سرچینې په مسلکي، علمي او اغېزناک ډول مدیریت شي. له دې سره یوځای، دولتي سکټورونه او اړوند ادارې باید له خلکو سره نږدې همکاري ولري او د اقلیمي بدلونونو او د اوبو د سرچینو د ستونزو په اړه عامه پوهاوی زیات کړي.»
دغهراز، هغه وایي چې د اوبو د سرچینو د مؤثر او سم استعمال برخه کې باید جدي پاملرنه وشي او هغه عوامل چې د وچکالۍ زیاتېدو او پر اوبو د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پراخېدو لامل شوي، په دقت وڅېړل او مدیریت شي.
دی زیاتوي چې د زرغونوالي پراختیا، د نباتي پوښښ بیارغونه او د شنو سیمو زیاتوالی په افغانستان کې ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه چې د سرسبزۍ زیاتوالی کولای شي د اقلیمي بدلونونو منفي اغېزې کمې کړي او د اوبو پر سرچینو مثبت اغېز ولري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) تېره میاشت په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د اوبو مخ پر زیاتېدونکې ستونزې د میلیونونو خلکو روغتیا او د ژوند سرچینې له جدي ګواښ سره مخ کړې؛ ځکه چې نږدې ۸۰ سلنه وګړي د ناپاکو اوبو کارولو ته اړ دي.
یادې ادارې خبرداری ورکړی چې پرلهپسې وچکالي، د ځمکې لاندې اوبو کمېدل او تکراري طبیعي پېښو په ټول هېواد کې د پاکو اوبو لاسرسی په شدیده توګه محدود کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP