پلعلم (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۴): د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې نږدې څلور زره کسان په رضاکارانه ډول د مور او ماشوم او نورو برخو کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
په لوګر کې نن د روغتیايي رضاکارانو د ستاینې په موخه غونډه ترسره شوه چې د دغه ولایت ځايي مسوولینو، روغتیاپالانو او د همکارو بنسټونو استازو ګډون پهکې کړی و.
په دې غونډه کې د «کف» مؤسسې د CHWپروګرام مسوول ډاکټر عبدالبشیر بشروي وویل چې دا مهال په لوګر کې ۴۱۷۰ روغتیايي رضاکاران د یاد پروګرام تر چتر لاندې، په رضاکارانه ډول د مور او ماشوم د روغتیا، واکسیناسیون او عامې روغتیا برخو کې فعالیت کوي.
نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د روغتیا برخه کې د رضاکارانو ملاتړ او هڅې لا پراخې شوې دي.
بلخوا، د لوګر د عامې روغتیا ريیس ډاکټر زرمحمد ځیرک د روغتیايي رضاکارانو هلې ځلې وستایلې، د عامې روغتیا وزارت د وزیر پیغام یې ولوست او ویې ویل چې د رضاکارانو فعاله ونډه د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا او پراختیا لپاره خورا ارزښت لري.
ورته مهال، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور په خپلو خبرو کې د رضاکارانو فعالیت د روغتیا برخه کې مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې دغه لړۍ دې نوره هم پراخه شي.
دینپرور وویل، اسلامي امارت د امنیت او روغتیا برخو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او په تېرو څو کلونو کې په دې برخه کې ځانګړې لاستهراوړنې هم لري.
د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې څه باندې ۳۱ زره روغتیايي رضاکاران د عامې روغتیا په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP