کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۴): د مکسیکو د سوېللوېدیځ په اواخاکا ایالت کې له پټلۍ د اورګاډي وتلو پېښه کې لږ تر لږه ۱۳ کسانو ژوند له لاسه وکړی او ۹۸ نور ټپیان شوي دي.
بيبيسي راپور ورکړی، دغه رېلګاډی چې د مکسیکو د خلیج او اقیانوس ترمنځ روان و، ۲۴۱ مسافر او ۹ خدمه یې لېږدول.
د چارواکو په وینا، د ۹۸ ټپیانو له ډلې ۳۶ یې په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
د مکسیکو چارواکو ویلي چې د دې پېښې د لامل معلومولو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP