Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دایکنډي کې سږ کال د خلکو له خوا د لسګونو ښوونځيو ودانۍ جوړې او بیارغول شوې دي

نیلي (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۴): که څه هم په دایکنډي کې د ښوونیزو مرکزونو لپاره د ودانیو کمښت یوه جدي ستونزه ده، خو د دغه ولایت اوسېدونکو سږ کال په خپل شخصي لګښت د ۶۸ ښوونځیو ودانۍ بیارغولې یا یې جوړې کړې دي. مسوولین او د پوهنې برخې کارپوهان دغه اقدام د ټولنې د ماشومانو د زده‌کړو په وده او پرمختګ کې د خلکو د ګډون څرګنده نښه بولي.

د دایکنډي د پوهنې ریاست د نشراتو مسوول عیدمحمد عالمي‌زاده وايي چې د دغه ولایت اوسېدونکو په یوه ناڅاپي اقدام کې سږ کال په خپل لګښت د ۶۸ ښوونځیو او دیني مدرسې ودانۍ جوړې او بیارغولې دي او د دغه شمېر ښوونځیو جوړولو او بیارغونې لپاره یې شاوخوا ۲۶ میلیونه او ۹۱ زره افغانۍ لګولې دي.

هغه وويل چې دغه ولسي اقدام په دایکنډي کې د ښوونیز وضعيت په ښه کېدو کې مهم رول لوبولی او ځينې شته نيمګړتياوې یې جبران کړې دي او د دایکنډي په نهو ولسواليو کې د دغو ښوونځيو او مدرسو ودانۍ ترميم او جوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د ۶۸ ودانیو له ډلې، یوه یې په پاتو ولسوالۍ کې د دیني مدرسې لپاره جوړه شوې ده او پاتې ۶۷ نورې د ښوونځیو ودانۍ دي.

د دایکنډي د پوهنې ریاست د نشراتو مسوول د معارف برخه کې د دغه ولایت د خلکو د همکارۍ روحیه وستایله او د هېواد پوهنې او زده‌کړو ته یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

عالمي‌زاده څرګنده کړه: «د مخکې په پرتله، له پوهنې سره د خلکو لېوالتیا زیاته شوې او دا د پوهې مینه‌والو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې د پوهنې ریاست د صادقانه هڅو پایله ده.»

په همدې حال کې، د دایکنډي ځیني قومي مشران وايي چې په دغه ولایت کې د ښوونځیو د ودانیو کمښت د خلکو او زده‌کوونکو پر وړاندې یوه له هغو جدي ستونزو ده او اړتیا ده چې خلک د حکومت تر څنګ ودرېږي او د خپلو اولادونو په زده‌کړو کې رول ولوبوي.

د دایکنډي د مرکز نیلي ښار یوه قومي مشر دین‌محمد نادرعلي وویل چې د دغه ولایت خلک تل د پوهنې په ملاتړ کې د حکومت ترڅنګ ولاړ دي او د پوهنې د ملاتړ لپاره په خپل شخصي لګښت ښوونځيو او مدرسو ته ودانۍ جوړوي.

هغه زیاته کړه چې د ښوونځیو او مدرسو جوړول د زده‌کوونکو په زده‌کړو کې بنسټیز رول لري؛ ځکه چې حکومت د خلکو له اړتیاوو سره سم په ټولو سیمو کې ښوونځي نه‌شي جوړولای، نو د دې ډول ښوونځیو جوړول زده‌کړو ته د زده‌کوونکو په اسانه لاسرسي کې لویه مرسته ده.

هغه څرګنده کړه چې د ښوونځیو جوړولو برخه کې ډېره اړتیا لیدل کېږي او حکومت هم باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه وویل: «زده‌کوونکي باید د ښوونځیو جوړولو برخه کې د خلکو له هڅو او فرصتونو سمه ګټه واخلي.»

زده‌کوونکي هم د دغو ښوونځیو پر جوړېدو خوښي څرګندوي

بلخوا، په پاتو ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي زده‌کوونکي فیض‌الله وویل: «زه ډېر خوشحاله یم چې زموږ ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوې، مخکې مو په خېمه یا ازاده فضا کې ‎ زده‌کړې کولې، په ګرمۍ او یخنۍ ډېر په زحمت کېدو.»

هغه زیاته کړه: «د کلي له خلکو او هغو کسانو ډېره مننه کوو چې موږ ته یې تازه هیله راکړې ده او اوس موږ له زده‌کړو سره ډېره علاقه پیدا کړې ده.»

په همدې حال کې، د پوهنې برخې کارپوهان او ټولنیز فعالان هم دغه لړۍ په دایکنډي کې د عامه پوهاوي او ټولنیز پیوستون د ودې نښه بولي.

په دغه ولایت کې یوه ټولنیز فعال قدرت رویین وویل چې د ښوونیزو مرکزونو د ودانیو د کمښت له امله زده‌کوونکي په نامناسبو شرایطو کې زده‌کړې کوي او په دغه ولایت کې د مناسب ښوونیز چاپېریال برابرولو ته جدي اړتیا ده.

هغه زیاته کړه: «خلک دې نتیجې ته رسېدلي چې بهرنیو مرستو ته په تمه نه شو، موږ باید پخپله د خپلو اولادونو د راتلونکي د ښه کولو لپاره اقدام وکړو او دغه اقدام د ټولنیز پوهاوي د ودې نښه ده چې ښوونه او روزنه د پرمختګ تر ټولو مهمه وسیله بولي.»

هغه څرګنده کړه چې په ډېرو کلیو کې د ټولګیو، مېزونو، څوکیو او ښوونځیو جدي کمښت، خلک اړ کړي څو په خپل شخصي لګښت ښوونځي جوړ کړي.

رویین وویل چې دغه اقدام نه یوازې د زده‌کړو اهمیت پياوړی کوي، بلکې د دوامداره زده‌کړو په وده او پرمختګ کې د خلکو د ګډون یوه روښانه بېلګه هم ده.

هغه ‎ټینګار وکړ چې که د دغه ډول اقداماتو ملاتړ وشي، نو کېدای شي په دایکنډي او نورو ولایتونو کې د یوه مثبت بدلون او پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.

د دایکنډي اوسېدونکي ‎وايي، د دغه ولایت سختې جغرافیې او پاشلي نفوس په ځینو سیمو کې نه یوازې د ژوند اساسي خدماتو ته لاسرسی ستونزمن کړی، بلکې په ځینو سیمو کې یې د زده‌کړو پر وړاندې خنډونه هم رامنځته کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دایکنډي د پوهنې ریاست د کیفیت د تضمین رییس مخکې پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د دغه ولایت په ۴۳۵ دولتي ښوونځیو کې شاوخوا ۱۰۶ زره او ۲۸ زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي. د هغه په ​​خبره، د دغو ښوونځیو له ډلې ۲۲۵ یې ودانۍ لري او ۲۱۰ یې ودانۍ نه ‌لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.