نیلي (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۴): ځايي مسوولین وايي چې د سختې واورې ورېدو له امله د دایکنډي ولایت ټولې او د بامیان ځینې نښلوونکې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د دایکنډي د ټولګټو ریاست د نشراتو مسوول انجنیر محمدامین ابراهیمي وویل چې د دغه ولایت په کیتي ولسوالۍ کې د قوناق، کومي او خدیر کوتلونو مسیرونو کې شاوخوا ۶۰ سانتي متره واوره ورېدلې او لارې یې تړلې دي.
هغه زیاته کړه چې ټولګټو ریاست او قراردادي شرکتونه به د واورې له درېدو وروسته ټولې لارې بېرته پرانیزي.
په همدې حال کې، د بامیان د والي ویاند صبور فرزان سیغاني وايي چې د سخت ورښت له امله د بامیان – کابل لویه لار د قوناق کوتل ساحه کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د بامیان – کابل لویې لارې په اوږدو کې د حاجيګک لاره هم تړل شوې ده.
د هغه په خبره، دا مهال یوازې د شیبر لاره د تګراتګ پر مخ پرانیستې ده.
مسوولینو له ټولو مسافرو غوښتي چې تر راتلونکې خبرتیا پر یادو لارو له سفره ډډه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP