Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملا عبدالغني برادر د ایران د رېل‌پتلۍ د رییس په مشرۍ پلاوي سره وکتل

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۴): د ایران د رېل‌پتلۍ رییس د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه ویلي چې هېواد یې غواړي د افغانستان له لارې رېل‌پټلۍ ته پراختیا ورکړي څو له دې لارې له چین او چین د افغانستان له ستراتیژیک موقعیته په استفادې له اروپا سره وصل شي.

د افغانستان د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر اخند نن د ایران د رېل‌پټلۍ ادارې د رییس جبارعلي ذاکري په مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ پر اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ او د رېل‌پټلۍ د پراختیا برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

سرچینه وایي چې د ایران د رېل‌پټلۍ رییس جبارعلي ذاکري ویلي چې غواړي د افغانستان له لارې د رېل‌پټلۍ ته پراختیا ورکړي، څو له دې لارې له چین او چین د افغانستان له ستراتیژیک موقعیته په استفادې له اروپا سره وصل شي.

هغه وړاندیز کړی چې په دې برخه کې دې یوه ګډه کمېټه جوړه شي او له شرکتونو سره دې خبرې وشي.

په دې لیدنه کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي چې د دې پروژې د ارزښت په اړه یې درې کاله مخکې د ایران د ولسمشر له مرستیال سره خبرې کړې وې او د دې پروژې د اقتصادي ارزښت په اړه یې معلومات ورکړي وو.

ملا برادر زیاته کړې چې په دې برخه کې دې مشترکه کمېټه جوړه او هر څو ژر چې کېږي، عملي کار دې پيل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.