کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د سویس د سکي تفریحي ښار په یوه شرابخونه یا بار کې د اورلګېدنې پېښې د مړه شوو کسانو شمېر ۴۰ رسېدلی او ۱۱۵ نور ټپیان دي.
بيبيسي فارسي راپور ورکړی چې د ډېرو ټپیانو روغتیايي وضعیت «نازک» ښودل شوی او قربانیان د بېلابېلو ملیتونو وګړي دي.
د راپور له مخې، د سوځېدنې د شدت له امله ځیني جسدونه د پېژندنې وړ نه دي او د سویس قضايي چارواکو د «ترهګریز برید» احتمال رد کړی دی.
د سیمې د پولیسو قوماندان ویلي چې لومړیتوب د وژل شوو کسانو د هویت پېژندنه ده، څو د هغوی جسدونه ژر تر ژره کورنیو ته وسپارل شي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم د خپلو اتو وګړو د ورکېدو خبر ورکړی او وايي چې ښايي د قربانیان منځ کې فرانسوي اتباع هم شامل وي.
فرانسوي رسنیو راپور ورکړی چې د دې پېښې دوه ټپیان فرانسویان دي.
د یادونې ده، دا پېښه د نوي میلادي کال په شپه پر ځایي وخت د شپې ۱:۳۰ بجه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP