Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په میدان وردګو کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو وېش پیل شو

میدان ښار (پژواک، ۱۴ مرغومي ۱۴۰۴): د میدان وردګو ولایت سیمه‌ییز مسؤلین وایي، په دغه ولایت کې د هغو کډوالو کورنیو لپاره چې له بهر هېوادونو بېرته راستانه شوي، د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

د میدان وردګو والي، ملا خیرالله خیرخوا، په دې اړه جوړه شوې غونډه کې له ټولو مسؤلینو وغوښتل چې بېرته راستانه شویو هېوادوالو ته لازمه پاملرنه وکړي او د اساسي خدمتونو برابرولو ته لومړیتوب ورکړي.

د کور او ښار جوړولو وزیر، مولوي نجیب‌الله حیات حقاني وویل چې د اسلامي امارت او سولې له برکته اوس کډوال کولای شي په ډاډه زړه خپل هېواد ته راستانه شي، او اسلامي نظام ورته د ورورۍ، خدمت او پالنې فضا برابره کړې ده.

هغه زیاته کړه چې دا بهیر هغو کډوالو ته ځانګړی شوی چې د ۱۴۰۲ د لړم له میاشتي څخه تر ۱۴۰۴ لمریز کال پورې له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري ډول بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

نوموړي همدارنګه وویل چې یاد نوی ښارګوټی په میدان ښار کې موقعیت لري، په ‎۸۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي، ۱۲۰۰ نومرې لري‎، د راستانه شویو کډوالو لپاره پلان شوی، او د ځمکو وېش د الف، ب او ج فورمو له مخې ترسره کېږي.

د هغه په خبره، دا بهیر د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري تنظیم او له نږدې څارل کېږي.

هغه زیاته کړه چې یاد ښارګوټی به د ټولو بنسټیزو خدماتو لکه مکتب، کلینیک، مسجد او د څښاک اوبو شبکې سره سمبال شي، تر څو راستانه شوې کورنۍ له اسانتیاوو برخمنې شي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس، د هېواد ټولو راستانه شویو کډوالو ته به د اوسېدو ځای، خدماتي اسانتیاوې او د کار زمینه برابرېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.