Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال: امریکا نور د مسکو پر ضد د نیوکې حق نه لري

کابل (پژواک، د مرغومې ۱۵مه ۱۴۰۴): د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال د ونزوېلا پر ضد د امریکا د متحدو ایالتونو کړنې، په ځانګړې توګه د دې هېواد د ولسمشر نیکولاس مادورو نیول، «تجاوز او له نړیوالو قوانینو سرغړونه» بللې ده.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري مددوف ویلي چې واشنګټن نور رسمي حق نه لري چې د مسکو پر کړنو نیوکې وکړي.

هغه د ونزوېلا پر ضد د امریکا د متحدو ایالتونو کړنې «غیرقانوني او تجاوز» بللې دي.

د هغه په وینا، ملګري ملتونه د امریکا د ونزوېلا پر ضد برید په څېر پېښو د مقابلې لپاره اغیزمن میکانیزمونه نه لري.

د یادونې ده چې د امریکا ځواکونه وړمه ورځ پر ونزوېلا برید وکړ او وروسته له برید یې د دغه هېواد ولسمشر او د هغه میرمن ونیول او امریکا ته یې انتقال کړل.

د ونزوېلا سترې محکمې امر کړی چې دلسی رودریګز، د دې هېواد مرستیاله ولسمشره، د نیکولاس مادورو په غیاب د ونزوېلا د موقتي ولسمشر په توګه دنده ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.