Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه اندېښنه ښودلې

کابل (پژواک، ۱۵ د مرغومی ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په اړه اندېښنه ښودلې؛ هغه موضوع چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د مسوولینو له لوري رد شوې او هغوی ټینګار کوي چې افغان ښځې له خپلو شرعي حقونو برخمنې دي.

آمنه محمد پر خپل اېکس‌پاڼه کې لیکلي دي: «په افغانستان کې میلیونه ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو، لکه زده‌کړې، کار، امنیت او د تګ‌راتګ له ازادۍ، له سختو محدودیتونو سره مخ دي.»

هغې زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید پر دې وضعیت سترګې پټې نه کړي.

په ورته وخت کې، د اسلامي امارت مسوولینو وار، وار ټینګار کړی چې په افغانستان کې ښځې د اسلامي شریعت له مخې له ټولو خپلو حقونو برخمنې دي او عزتمند او باوقاره ژوند لري.

د اسلامي امارت د مسوولینو په وینا، د اسلامي امارت د رهبرۍ شپږ مادیز فرمان د ښځو شرعي حقونه تضمینوي او مسوولین، قومي مخور، د دین عالمان او مشران مکلف کوي چې د ښځو شرعي حقونو ته ژمن پاتې شي.

د اسلامي امارت مسوولینو همدارنګه ویلي چې د مناسبو شرایطو له برابرېدو سره به د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه لرې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.