Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل دروازو او ښار کې څه باندې ۱۳۰۰ بې‌اسناده او تورې ښیښې لرونکي موټر درول شوي

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت وایي چې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د کابل ورودي دروازو او ښار کې ۱۳۱۰ بې‌اسناده او تورې ښیښې لرونکي موټر درول شوي دي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د عامه امن پولیسو د ترافیکو له لوی ریاست سره په ګډه همکارۍ د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د کابل ښار ورودي دروازو کې ۱۳۱۰ بې‌اسناده او د تورو ښیښو لرونکي موټر درولي دي.

سرچینه زیاتوي، په درول شوو وسایطو کې ۱۲۷ موټر د کابل ښار دننه د تلاشۍ په ځایونو کې متوقف شوي او د پولیسو ښارګوټي ته لېږدول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه‌راز پاتې ۱۱۸۳ موټرو په ولایتونو پورې تړاو درلود چې کابل ښار ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې او بېرته خپلو ولایتونو ته ګرځول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.