کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۴): په کابل کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د «اردو» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې د کابل د فوټبال فدراسیون رییس فریداحمد یوسفزي وویل چې دغه د نهو لوبډلو ترمنځ په کابل پیل شوې وې.
هغه زیاته کړه، د دغه لیګ د لویانو برخه کې د ډېرو نومرو په ترلاسه کولو سره د «اردو» لوبډلې لومړی او سباوون لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ.
د نوموړي په خبره، د نوو ځوانانو سیالیو کې چې د دغه لیګ برخه وې، د «متحد افغان» لوبډلې اتلولي خپله کړه او د سرې میاشتې لوبډله په دویم مقام کې راغله.
یوسفزی وایي، د دغو سیالیو ترسره کول د فوټبال په وده کې مثبت رول لري او دوی هڅه کوي نورې سیالۍ هم جوړې کړي.
د یادو سیالیو یوه ګډونوال مصطفی پژواک ته وویل چې د داسې لیګونو ترسره کول د فوټبال لوبې د ودې لپاره ډېر مهم دي.
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د فوټبال برخه کې ښه استعدادونه شته چې باید ملاتړ یې وشي او د دغسې نورو سیالیو ترسره کېدو لپاره دې زمینه برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP