غزنيښار (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴): د غزني سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۱۶ لوبډلو په ګډون د «الف لیګ» والیبال سیالۍ پیل شوې.
د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې سیالۍ د غوره لوبډلې پېژندنې، د ځوانانو ترمنځ د یووالي د ټینګښت، له نشهیي توکو د لرې ساتلو او د والیبال ورزش د ودې او پراختیا په موخه پیل شوې دي چې یوه میاشت به دوام وکړي.
هغه زیاته کړه، په دغه لیګ کې ۱۶ لوبډلې برخه لري او د اتلولۍ لپاره به سیالي کوي. د نوموړي په وینا، د سیالیو د پرانیستې لوبه کې د شریفي لوبډلې د پیرزاده لوبډلې پر وړاندې سیالي وکړه چې په پایله کې شریفي لوبډلې ۳–۲ بریا خپله کړه.
ورته مهال، په دغو سیالیو کې ګډونکوونکي لوبغاړي خوښي څرګندوي او د بدني روزنې او ورزش له امریته مننه کوي چې د لوبو زمینه یې ورته برابره کړې ده.
یوه لوبغاړي حسیبالله، پژواک ته وویل چې مسوولین باید د ورزشکارانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي وغوښتل چې د والیبال فدراسیون دې د لوبغاړو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه پیل کړي، لازمې اسانتیاوې دې برابرې او غوره لوبغاړو ته دې په ولایتي او ملي کچه د سیالیو زمینه برابره کړي.
د یادونې ده، څو ورځې مخکې هم د ژمني فوټسال سیالیو (ژمنی جام) لړۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP