Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان ته له ایرانه د يو ورځنيو غوښينو چرګوړو صادرات د دوغارون له لارې بیا پيل شول

کابل (پژواک، ۱۷ جدي ۱۴۰۴): د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، له دغه هېواد څخه افغانستان ته د يو ورځنيو غوښينو چرګوړو صادرات، چې نږدې يو کال ځنډېدلي وو، يو ځل بيا د دوغارون بندر له لارې پيل شول.

د ايرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هېواد د خراسان ولايت د تايباد ولسوالۍ ولسوال حسين جمشيدي پرون (سې‌شنبه) ويلي چې په تېرو درېيو ورځو کې ۲۵۰ زره يوه ورځني چرګوړي په ۱۱ لاریو کې د دوغارون له بندر څخه افغانستان ته لېږدول شوې.

هغه ټينګار کړی چې افغانستان ته د مالدارۍ اړوندو محصولاتو صادرات د ايران لپاره د پام وړ عايد رامنځته کړی.

ده زياته کړې چې د چرګوړو د صادراتو لپاره د تايباد ولسوالۍ د مالدارۍ او وترنرۍ ادارې له لوري روغتيايي تصديق‌نامه صادره شوې او له مخې به یې په دې برخه کې صادارات کیږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.