کابل (پژواک، ۱۷ جدي ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت سیاره روغتیایي ډله ۱۲ ورځې په خوست کې په وړیا ډول د سترګو د پردې ۳۵۰ عملیاتونه کوي، ۶۵۰ کسانو ته د مطالعې عینکې ویشي او د سترګو تر ۵۰۰۰ ناروغان معیانه کوي او درمل ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاده ډله به د راتلونکي شنبې په ورځ دې ولایت ته سفر وکړي او هلته به د سترګو د ناروغانو وړیا درمنله وکړي.
سرچینه لیکي، دغه ډله به د مرغومې له شلمې د سلواغې تر دویمې د ۳۵۰ تنو د سترګو د پردې عملیات ترسره کړي او ۶۵۰ کسانو ته به د مطالعې عینکې وویشي.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، یاده ډله به په همدې موده کې له ۴۰۰۰ تر ۵۰۰۰ د سترګو ناروغانو معاینه وکړي او د اړتیا وړ درمل به ورکړي.
د عامې روغتیا وزارت د خوست ولایت له هغو خلکو چې د سترګو ناروغۍ لري، غوښتي چې په ټاکلي وخت د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست ته مراجعه وکړي او له وړیا وړاندې کېدونکو تخصصي خدماتو ګټه واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP