Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله پاکستان هره میاشت ۱۷۷ میلیون ډالر زیان ویني

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۴): د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو بندېدو له امله د دغه هېواد صادروونکي هره میاشت شاوخوا ۱۷۷ میلیون ډالر زیان ویني او د دغه حالت دوام کولای شي د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو ته د پاکستان لاسرسی د اوږدې مودې لپاره کمزوری کړي.

د راپورونو له مخې، پاکستان نږدې درې میاشتې میاشتې مخکې وروسته له هغه له افغانستان سره سوداګریزې لارې وتړلې چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان حریم نقض کړ او د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې یې بریدونه ترسره کړل، چې وروسته افغان ځواکونو هم غچ‌اخیستونکي بریدونه وکړل. له دې مخکې هم پاکستان وخت ناوخت سوداګریزې لارې بندولې او بالاخره اسلامي امارت پرېکړه وکړه چې له دغه هېواد سره سوداګریزې راکړې ورکړې ودروي.

افغان چارواکي وایي چې له سوداګریزو او بشري مسایلو د پاکستان سیاسي استفادې دغه اقدام حتمي او اجباري کړ.

له دې پرېکړې وروسته، اوس یوې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی چې د دغه هېواد صادروونکي هره میاشت شاوخوا ۵۰ میلیارده پاکستانۍ روپۍ (نږدې ۱۷۷ میلیونه ډالر) له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د دوامداره بندېدو له امله زیان ویني او د دغه حالت دوام ښايي د تل لپاره د افغانستان او منځنۍ اسیا بازارونو ته د پاکستان لاسرسی کمزوری کړي.

په راپور کې ویل شوي چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان سوداګریزو مشرانو ویلي، د لارو له تړل کېدو سره د اکمالاتي ځنځیرونه ګډوډ کړي، صادرات یې درولي او له سوېلي اسیا منځنۍ اسیا ته د سوداګرۍ لاره کې یې د پاکستان رول کمزوری کړی دی.

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر جنید الطاف ویلي: «وضعیت داسې دی چې دا رښتیا هم یوه ډېره مهمه ستونزه ده او ورځ تر بلې جدي کېږي. سوداګریزه ټولنه د لارو بندېدو له امله سخت زیانمنه شوې ده؛ نه یوازې سوداګر، بلکې له کارګرانو او صنعتکارانو نیولې بیا د مالونو د ترخیص تر استازو، فابریکو او د ترانسپورټ او لوجستیک ټولې کړۍ اغېزمنې شوې دي.»

الطاف ویلي چې دا مهال شاوخوا ۱۲ زره کانټینرونه د لارو بندېدو له امله په تمه ولاړ دي.

راپورونه ښيي چې سوداګرو له چارواکو غوښتي چې لارې په موقتي ډول پرانیزي، څو وروسته پاتې‌والی او ځنډونه جبران شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.