Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې د ۱۷ رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

خوست‌ښار (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۴): په خوست کې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د ۴۳ ميليون افغانيو په لګښت د ۱۷ رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.

د کليو بيارغونې او پراختيا وزير مولوي محمديونس اخندزاده تېره ورځ د دغو پروژو د پرانیستې پر مهال وویل چې په دغه پروژې د خوست په باک، ځاځي‌ميدان او ګربزو ولسواليو کې پلې کېږي.

هغه زیاته کړه چې په یادو پروژ کې د دوو سړکونو او استنادي دېوالونه جوړولو او نورې کرنيزې پروژې شاملې دي.
د نوموړي په خبره، اسلامي امارت د هېواد د ابادۍ چارې په افتخار مخ ته وړي.

هغه وويل، که څه هم د تېر نظام مالي سرچينې ختمې شوې، خو په خپلواکه توګه د هېواد د ابادۍ بهير ته دوام ورکوي.

محمدیونس اخندازده په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې که هر څومره وخت هم ونیسي، د همدغه نظام په تکیه به د ودانولو بهیر ته دوام ورکول کېږي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د یادو ۱۷ پروژو په عملي کېدو سره به نږدې شل زره کسانو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه هم برابره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.