کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۴): په کابل کې د ایران سفیر د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له وزیر سره په لیدنه کې هغه ته د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن (شنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو خبر ورکړی چې د دغه وزارت وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي سره ولیدل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د کرنې، مالدارۍ، سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
عمري ویلي: «زموږ دنده د خلکو لپاره د سالمو خوړو برابرول دي او د همکاریو اصلي موخه، په ځانګړي ډول له خصوصي سکټور سره، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د شته هوکړو عملي کول دي.»
په همدې حال کې، عليرضا بیکدلي هم ویلي: «هوکړې به د پلان او ټاکلي مهالوېش له مخې تعقیب او عملي شي او له افغانستان سره به د کرنې او مالدارۍ برخو کې قوي اړیکې ټینګې شي.»
د خبرپاڼې له مخې، د دې لیدنې په څنډه کې عليرضا بیکدلي د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ته د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.
دا غونډه به د غړو هېوادونو د کرنې وزیرانو په ګډون جوړه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP