Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قالیباف: که امریکا پر ایران برید وکړي، پوځي مرکزونه او کښتۍ به یې زموږ مشروع هدفونه وي

کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۴): د ایران د اسلامي شورا مشر خبرداری ورکړی، که پر دغه هېواد هر ډول برید وشي، نو په سیمه کې به د امریکا پوځي اډې، اسراییل او د امریکا کښتۍ د ایران «مشروع هدفونه» وي.

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډک اعتراضات چې د اقتصادي ستونزو او د ایراني تومان د ارزښت کمېدو له امله پیل شوي، پنځلسمې ورځې ته وغځېدل.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ایراني چارواکو ته خبرداری ورکړی و چې که معترضان وځپل شي، نو امریکا به د هغوی د ملاتړ لپاره مداخله وکړي.

په همدې حال کې، د ایران د اسلامي شورا مشر محمدباقر قالیباف نن (دوشنبه) په یوه غونډه کې ویلي: «د دې لپاره چې د محاسبې په تېروتنه کې ونه لوېږئ، پوه شئ چې که د ایران پر وړاندې د هر ډول برید اقدام وشي، هم اشغال شوې سیمې او هم په سیمه کې د امریکا ټول پوځي مرکزونه، اډې او کښتۍ به زموږ مشروع هدفونه وي.»

نوموړي د امریکا او د هغې د سیمه‌ییزو متحدینو په اشارې ټینګار کړی چې باید پر ایران د برید تېروتنه ونه کړي.

د رویټرز خبري اژانس هم د درېیو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ایران له ګواښونو وروسته، اسراییل د امریکا له لوري د «بشپړ چمتووالي» په حالت کې دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.