Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایران کې درې ورځنی عمومي ماتم اعلان شوی

کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۴): د ایران حکومت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د وروستیو ناارامیو پر مهال د وژل شوو کسانو د درناوي په پار یې درې ورځې عمومي ماتم اعلان کړی دی.

د ایران په یو شمېر ښارونو کې تاوتریخجن اعتراضات چې د اقتصادي ستونزو او تومان د ارزښت کمېدو له امله پیل شوي، شپاړسمې ورځې ته داخل شوي دي.

ځینو سرچینو راپور ورکړی چې تر اوسه د دغو اعتراضاتو پر مهال ۴۸ امنیتي سرتېري او ۴۸۳ معترضین وژل شوي دي.

د تسنیم د راپور له مخې، د دغه هېواد حکومت تېره شپه د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې ولسمشر او د کابینې غړي په دغو پېښو کې د مرګ‌ژوبلې اوښتو له امله ویرجن دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د وزیرانو شورا د وروستیو ناارامیو پر مهال د وژل شوو کسانو د درناوي په پار درې ورځې عمومي ماتم اعلان کړی دی.

سرچینې وروستۍ ناارامۍ له پراخ تاوتریخوالي سره مل بللې او پرته له دې چې جزئیات وړاندې کړي، ویلي یې دي چې په ترڅ کې یې یو شمېر ملکي وګړي، د بسیج او امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.