Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خیبر پښتونخوا کې چاودنو شپږ پاکستاني پولیس وژلي

کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په ټانک او لکي‌مروت سیمو کې د چاودنو له امله شپږ پاکستاني پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د پاکستان اج ټلوېزیون نن په یوه راپور کې ویلي، په ټانک سیمه کې د پولیسو پر موټر چاودنه شوې چې په‌کې شپږ پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

سرچینې د پولیسو له قوله ویلي، دغه چاودنه هغه مهال شوې چې پولیس په سیمه کې پر ګزمې بوخت وو.

بلخوا په لکي‌مروت سیمه کې هم چاودنه شوې او درې پولیس یې ټپیان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مرغومې په ۱۴مه هم د خیبر پښتونخوا په لکي‌مروت او بنو سیمو کې د وسله‌والو په بریدونو کې څلور پاکستاني پولیس وژل شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.