ژبه

پولیس: کندوز کې یوه پخوانۍ خبریاله له څلورو نورو ښځو سره د جنایي پېښې په تړاو نیول شوې

توسط احمد صهیب حسرت

جنوري 12, 2026 - 2:31 pm

Views: 157

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۴): د کندوز امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د ناظرې رشیدي په نوم یوه پخوانۍ خبریاله له څلورو نورو ښځو سره د یوې جنایي پېښې په تړاو نیول شوې ده.</p>

<p style="text-align: justify;">د کندوز د امنیي قوماندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یادې خبریالې نیول کېدل له رسنیز فعالیت سره تړاو نه لري او نه هم اوس هغه له کومې رسنۍ سره کار کوي.</p>

<p style="text-align: justify;">د خاکسار د معلوماتو له مخې، ناظرې رشیدي پخوا له یوې سیمه‌ییزې راډیو سره د خبريالې په توګه کار کاوه.</p>

<p style="text-align: justify;">د کندوز امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي او نیول شوې ښځې به د لومړنیو څېړنو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.</p>