Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال‌اباد ښار کې پر ځینو سړکونو د رېکشاګانو پر ګرځېدو بندیز ولګېد

کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قوماندانۍ، د ښاري نظم د ټینګښت په موخه، جلال اباد ښار کې د ریکشاګانو د تګ راتګ لپاره ځانګړي مسیرونه او سیمې ټاکلې او خبرداری یې ورکړی چې له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

د ننګرهار د امنیه قومانداني په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پرېکړه د ترافیکو مدیریت د تنظیمي پلان له مخې، د ښاري نظم د ټینګښت او د عامه تګ راتګ د خوندیتوب په موخه شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د جلال اباد ښار له جاندارم پل څخه د ښار په لور عمومي سړک، د کرنې له ریاست څخه د تلاشۍ چوک په لور سړک، د چپرهار له هډې د تلاشۍ چوک په لور سړک، د لغمان له هډې د تلاشۍ چوک په لور سړک، د چشمه خانجي له چوک څخه د افغانستان بانک په لور سړک د رېکشاګانو د تګ راتګ لپاره منع شوي سیمې دي.

سرچینه زیاتوي رېکشاچلوونکي د پر هغو لارو له  تګ راتګ په کلکه ډډه وکړي چې منع شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، هر هغه څوک چې له ټاکل شویو اصولو او مقرراتو سرغړونه وکړي، د نافذه قوانینو له مخې به ورسره قانوني چلند وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.