Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ازادو سیالیو افغان ورزشکار ظفر محسن خپل سویډني سیال ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان د ازادو سیالیو ورزشکار ظفر محسن د المان په «اوکتاګون» سیالیو کې خپل سویدني سیال ته ماته ورکړه.

دغه سیالي تېره شپه د المان په دوسلډورف ښار کې په ۶۶ کیلوګرام وزن کې د اوکتاګون سازمان د ۸۸ پړاو سیالیو په چوکاټ کې ترسره شوه..

یاد افغان ورزشکار وتوانېد چې په دغه سازمان کې خپله لومړنۍ بریا ثبت کړي.

محسن د لومړي ځل لپاره په دغه الماني سازمان کې د سویډني سیال پر وړاندې میدن ته کښته شو.

دغه سیالي له درېیو رقابتي پړاوونو وروسته د ظفر محسن په بریا پای ته ورسېده.

د افغانستان ۳۰ کلن ورزشکار ظفر محسن تر اوسه په خپله کارنامه کې ۱۷ مسلکي سیالۍ لري چې ۱۳ یې ګټلې او څلور یې بایللې دي.

هغه په دې بریا سره د خپلو مسلکي بریاوو شمېر ۱۴ ته ورساوه.

دغه افغان ورزشکار په خپلو ټولو بریاوو کې شپږ ځلط خپل سیالان د فني ضربو له لارې مات کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.