غزنيښار (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۴): د غزني او پکتیا یو شمېر اوسېدونکي د دغو ولایتونو ترمنځ د غځېدلي عمومي سړک له خرابوالي شکایت کوي خو سیمهییز مسوولین وایي، په پام کې ده راتلونکی کال د دغه سړک د بیارغونې چارې پیل شي.
د غزني – پکتیا عمومي سړک چې شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، د ختیځو او مرکزي ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ، سوداګرۍ او ترانزیټ یوه مهمه لار بلل کېږي، خو د خلکو په خبره، د دې لارې خراب وضعیت خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
د غزني د دهیک ولسوالۍ د شیربز سیمې یوه اوسېدونکي ګلاحمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «د غزني – پکتیا پر لاره سفر عموماً یونیم ساعت وخت نیسي، خو د خرابوالي له امله یې موږ دغه واټن په څلورو یا پنځو ساعتونو کې وهو؛ ناروغان، سپینږیري، ښځې او ماشومان مو له سختو ستونزو سره مخ دي.»
هغه زیاته کړه چې د دې لارې ډېره برخه خامه او ویجاړه ده، خاورې، دوړې او خنډونه لري چې کله ناکله ناروغان د سړک د خرابوالي له امله د ژوند د له لاسه ورکولو له خطر سره هم مخ کېږي.
ګلاحمد وویل، که دغه لار جوړه شي، نه یوازې به غزني او پکتیا سره ونښلول شي، بلکې د غزني کرنیز محصولات به هم په اسانۍ پکتیا او له هغه ځایه ګاونډي هېواد پاکستان ته ولېږدول شي.
دغهراز، د پکتیا د زرمت ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد داوود پژواک ته وویل: «زموږ د خلکو تر ټولو لویه ستونزه د غزني – پکتیا سړک دی؛ دا لاره ډېره کنډ کپر ده، څو ځلې مو د دغه سړک د جوړېدو غوښتنه کړې، خو تر اوسه هیڅ اقدام نه دی شوی.»
نوموړي زیاته کړه چې د ژمي او بارانونو په موسم کې ډېری وخت په دې لاره اوبه ډنډېږي او کله ناکله سېلابونه راځي چې له امله یې مسافرو ته ځاني او مالي زیانونه اوړي او یا هم موټر بند پاتې کېږي.
د یادې لارې یوه موټرچلوونکي حزبالله پژواک ته وویل: «سړک دومره خراب شوی چې هره ورځ موټر عوارض کوي؛ د پرزو بدلون، ترمیم او ځنډ زموږ ورځنی سرخوږی شوی دی.»
هغه زیاته کړه، په ۲۴ ساعتونو کې پر دې لار د غزني او پکتیا ولایتونو ترمنځ سلګونه واړه او لوی موټر تګ راتګ کوي، خو تر اوسه د دغه سړک د بیارغونې لپاره هیڅ اقدام نه دی شوی.
د هغه په خبره، پر دې لار نه یوازې د پکتیا، بلکې د خوست او پکتیکا ولایتونو خلک هم تګ راتګ کوي، نو لازمه ده چې حکومت ژر تر ژره د دغه سړک د رغونې چارې پیل کړي.
هغه وویل، که دا لار جوړه شي، له یوې خوا به د څلورو ولایتونو خلکو ته په تګ راتګ کې اسانتیاوې برابرې شي او له بلې خوا به ترانزیټي مالونه د پکتیا له لارې د خوست غلامخان بندر ته پر وخت رسېږي.
د غزني د ټولګټو رییس مولوي عبدالقدیر بلال پژواک ته وویل، د وزارت رهبري پلان لري چې د غزني – پکتیا عمومي سړک ورغوي.
هغه زیاته کړه، د ټولګټو وزارت سږ کال د غزني – پکتیکا سړک د پخولو لپاره اقدام کړی چې چارې یې چټکې روانې دي او وزارت هوډ لري چې په راتلونکي کې د غزني او پکتیا ترمنځ د سړک چارې هم عملاً پیل کړي.
د هغه په خبره، د یاد سړک د ۹۳ کیلومتره برخې سروې هم بشپړه شوې ده خو د عملي چارو پیل یې د ژمي له امله ځنډېدلی دی.
د غزني – پکتیا عمومي سړک شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، له غزني ښاره د پکتیا تر مرکز ګردېز پورې غځېدلی چې له هغه ځایه بیا د خوست له لارې تر ډیورند فرضي کرښې پورې د غلامخان بندر ته رسېږي او هره ورځ پرې زرګونه کسان تګ راتګ کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP