Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د ګاز ډبې چاودنې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

جلال‌اباد (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې په یوه کور کې د ګازډبې چاودنې له امله دوو ښځو ژوند له لاسه ورکړی او دوه ماشومان ټپیان دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د سپین غر ولسوالۍ د شډل رغزي سیمې کې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه کې دوو ښځو ژوند له لاسه ورکړی او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.