Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د ټاپي پروژې نل‌لیکې غځولو لپاره ۹۱ کیلومتره مسیر چمتو شوی

هرات (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۴): د هرات ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ټاپي پروژې چارو د پام وړ پرمختګ کړی او تر اوسه د دې سترې اقتصادي پروژې نل‌لیکې غځولو لپاره ۹۱ کیلومتره مسیر چمتو شوی دی.

د ټاپي پروژې د ګاز نل‌لیکه له ترکمنستانه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته غځېږي چې ټول اوږدوالی یې ۱۸۰۰ کیلومتره دی، له دې ډلې ۸۱۶ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تېرېږي.

د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي وایي چې د دغه ولایت والي شیخ مولانا اسلام‌جار د ټاپي پروژې لپاره د افغانستان له مسوول او په هرات کې د ترکمنستان له جنرال کنسول بګنج عبدالله‌یوف سره په لیدنه کې د پروژې د چارو پر پرمختګ خوښي څرګنده کړې او د چارو له روان بهیره یې رضایت ښودلی دی.

سعیدي زیاته کړې چې د هرات والي په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې د چارو پر مخ بېولو برخه کې د افغانستان او ترکمنستان ګډې هڅې وستایلې ویې ویل چې د دغو همکاریو په دوام به د ټاپي پروژه هره ورځ لا منظمه او غوره بڼه خپله کړي او د بشپړېدو هیله به یې نوره هم لوړه شي.

د والي ویاند څرګنده کړې چې د افغانستان لپاره د ټاپي پروژې مسوول په دې لیدنه کې راپور ورکړی چې تر دې مهاله د افغانستان په خاوره کې د پروژې ۹۱ کیلومتره مسیر د نل‌لیکې غځولو لپاره چمتو شوی او د دغه مسیر په اوږدو کې د عملي چارو د اسانتیا لپاره څو کاري کمپونه هم جوړ شوي دي.

په همدې حال کې، په هرات کې د ترکمنستان جنرال کنسول د ټاپي پروژې لپاره د اسانتیاوو برابرولو او د چارو پر مخ بیولو برخه کې د اسلامي امارت له همکاریو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی چې د موجودو پلانونو له مخې به د دې پروژې کار په هرات کې د روان میلادي کال تر پایه بشپړ شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.