Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې ۳۸ روغتیایي مرکزونه د غیرقانوني فعالیت او سرغړونو له امله تړل شوي

ګردېز (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۴): د پکتیا سیمه‌ییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې ۳۸ روغتیایي مرکزونه د قانوني جواز نه لرلو او له روغتیایي قوانینو د سرغړونې له امله تړل شوي دي.

د پکتیا ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د عامې روغتيا رياست د نظارت برخې مسوولینو له لوري په مرکز ګردېز، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې له خصوصي روغتیایي سکټور او د خوراکي توکو عمده او پرچون پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو.

خبرپاڼه کې راغلي، په پایله کې یې څلور سراپا کلينيکونه، ۱۸ کتنځایونه، نهه د غاښونو کلينيکونه، ۶ لابراتوارونه او یوه ایکسرې‌خونه د قانوني جوازونو نشتوالي او له روغتیایي قوانینو د سرغړونې له امله وتړل شول.

سرچینه زیاتوي د یاد نظارت په ترڅ کې ۱۵ قلمه له نېټې تېر درمل او ۸۲ قلمه خوراکي توکي چې شاوخوا ۲ ټنه کېږي راټول او د له منځه وړو په موخه مرکزي زېرمتون ته ولېږدول شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.