Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې اته میاشتې مخکې د یوه وژل شوي کس مړی موندل شوی او په تړاو یې درې کسان نیول شوي

کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۴): ځایي چارواکي وایي، خوست کې د تېر حکومت د ملي امنیت یوه کارکوونکی مړی چې اته میاشتې مخکې وژل شوی و، موندل شوی او په تړاو یې درې کسان نیول شوي دي.

د خوست ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مړی د خوست د مرکز اړوند په متون ګنګينۍ سيمه کې موندل شوی دی.

سرچینه زیاتوي: «جاوېد نومی کس چې د تېر جمهوري نظام د ملي امنيت واکنش قطعه کې یې دنده درلوده، شاوخوا اته مياشتې وړاندې د خپلو ماماګانو او د تره د زامنو له‌ خوا په مرموز ډول وژل شوی، چې بيا یې په خپل کور کې په ډېر مهارت سره په پټه خښ کړی و.»

خبرپاڼه کې راغلي، د مقتول د کورنۍ د عرض‌پاڼې پر بنسټ، د پرله‌پسې هڅو او پلټنو پر بنسټ تېره ورځ د استخباراتو رياست ځواکونه وتوانېدل چې د جاوېد مړی پیدا کړي.

د ولایت مقام د معلوماتو له مخې، د نوموړي جسد د سيمې د خلکو او د عامې روغتيا رياست د صحي ټيمونو په شتون کې له خاورو را ایستل شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې د يادې پېښې په تړاو درې کسان نيول شوي، چې له لومړنيو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.