کابل (پژواک، ۷ دلو ۱۴۰۴): د هېواد د عامې روغتیا وزارت چارواکو او د نړۍوالو ادارو استازو «د حادې خوارځواکۍ ملي لارښود او د دې ناروغۍ د مدیریت عملیاتي پلان» د اجرايي کېدو په تړاو جوړ شوو مراسمو کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او روغتیايي خدماتو ته د ماشومانو او مېرمنو د چټک او اسان لاسرسي پر اهمیت ټینګار وکړ.
د عامې روغتیا وزارت د خدماتو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني نن (سهشنبه) په دغو مراسمو کې وویل: «حاده خوارځواکي یوازې د وزن کمښت یا د قد ټیټوالی نه دی، بلکې د ماشومانو د ذهني ودې، معافیتي ځواک، زدهکړو، راتلونکو وړتیاوو او ان د ژوند د دوام لپاره جدي ګواښ دی.»
هغه زیاته کړه چې روغتیا د هرې ټولنې بنسټ دی او روغ انسان د ټولنې د پرمختګ، هوساینې او وړتیا اصلي محور دی او د ماشومانو او مېرمنو روغتیا ته پاملرنه د عامې روغتیا وزارت له اساسي لومړیتوبونو دي.
هغه زیاته کړه: «د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړول، د خدماتو کیفیت ښه کول، د ټولنې د پوهاوي لوړول او روغتیايي خدماتونو ته د ماشومانو او مېرمنو پر وخت او اسان لاسرسی زموږ د لارښود اساسي او عملي برخې دي.»
سرچینه وايي، د خوارځواکۍ مخنیوی د وزارت له لومړیتوبونو څخه دی او وزارت په دې برخه کې پراخې هڅې کړې دي.
هغه ټینګار وکړ: «موږ ژمن یو چې په دې برخه کې خدمات پراخ او زیات کړو؛ په دې برخه کې د نړۍوالو ادارو همکاري او همغږي ډېر ارزښتناک دي.»
د هغه په خبره، وزارت ژمن دی چې د حادې خوارځواکۍ ملي لارښود یوازې په مرکز کې محدود پاتې نه شي، بلکې د تطبیق لپاره ولایتونو ته هم ولېږول شي.
په یادو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د تغذیې چارو رییس ډاکټر حکمتالله معصومي وویل: «زموږ اصلي هدف د یوه ملي لارښود درلودل دي چې له نړۍوالو معیارونو سره سم وي، د تطبیق وړ وي او په روغتیايي برخه کې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.»
دغهراز، د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان رییس ادوین سِنیزا سلواډور وویل: «زه دې لویې لاستهراوړنې له امله د افغانستان عامې روغتیا وزارت ته مبارکي وایم چې په مهم وخت کې یې د حادې خوارځواکۍ د مخنیوي او مدیریت لارښود او د درملنې عملیاتي پلان ترتیب او چمتو کړی دی.»
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) رییس ډاکټر تاجالدین اویلا وویل چې د حادې خوارځواکۍ ملي لارښود ګټه په دې کې ده چې د خلکو د اړتیاوو پر اساس جوړ شوی دی. په دغه لارښود کې پر مهمو او اساسي برخو تمرکز شوی او د ماشومانو سالمې تغذیې لپاره سپارښتنې هم پهکې شاملې دي.
هغه زیاته کړه: «یونیسف د خوارځواکۍ پر وړاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هڅې ستایي؛ که څه هم ځینې ستونزې شته چې د خوارځواکۍ لامل شوې، خو موږ به د ګډې همکارۍ له لارې ورسره مبارزه کوو.»
د هغه په خبره، افغانستان کې په ماشومانو کې د ځوارځواکۍ پېښې مخ په زیاتېدو دي؛ د اټکل له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳.۵ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته وو او په ۲۰۲۶ کال کې دغه رقم ۳.۷ میلیونو ته رسېدلی دی.
هغه وویل: «ځوارځواکي د ماشومانو لپاره جدي پایلې لري، د ماشومانو د مړینې خطر زیاتوي، د هغوی وړتیاوې کموي او د هوښیارۍ کچه یې راټیټوي.»
نوموړي زیاته کړه چې په ۲۰۲۵ کال کې د یونیسف په ملاتړ په خوارځواکۍ اخته څه باندې ۶۰۰ زره ماشومان درملنه شوي او په ۲۰۲۶ کال کې به دغه شمېر نور هم ډېر شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP