کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۴): د چارو ځیني شنونکي وایي، د ټرمپ «د سولې بورډ» مشروعیت نه لري، ښايي د ملګرو ملتونو پر رول او د فلسطین پر قضیه منفي اغېز وکړي، غړي یې د امریکا پلویان دي او پاکستان یې د خپلو قوانینو او خلکو د احساساتو خلاف غړی شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روانې سلواغې میاشتې په دویمه خپل «د سولې بورډ» اعلان او منشور یې لاسلیک کړ، ویې ویل چې دا د نړۍوالو شخړو د حل لپاره جوړ شوی. د هغه په وینا، دغه بورډ به د منځني ختیځ او نړۍ په کچه د سولې لپاره کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې سپینې ماڼۍ په پیل کې دغه بورډ د غزې له بیارغونې د څارنې او مدیریت د یوې برخې په توګه اعلان کړی و، خو اوس راپورونه ښیي چې په منشور کې یې د غزې یادونه نه ده شوې.
سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، په منځني ختیځ کې د امریکا استازی اسټیو ویتکاف، د ډونالد ټرمپ زوم جارد کوشنر او د برېټانیا پخوانی لومړی وزیر ټوني بلیر، د دغه بورډ له اوو موسسو اجرائیوي غړو دي.
د راپورونو له مخې، سعودي عربستان ویلي چې خپله سعودي، ترکیې، مصر، اردن، اندونیزیا، پاکستان، قطر او متحده عربي اماراتو په غزه کې د دایمي اوربند، هلته د بیارغونې او پایداره سولې لپاره یاد بورډ ته د ټرمپ د ګډون بلنه منلې ده.
د روانې سلواغې په دویمه د بيبيسي د خپاره شوي راپور له مخې، له امریکا پرته د امنیت شورا نورو دایمي غړو له دغه بورډ سره د یوځای کېدو لپاره تیاری نه دی ښودلی او په ټوله کې د اوزبېکستان، ارجنټاین او اذربایجان په ګډون شاوخوا د شلو هېوادونو لوړپوړو چارواکو دا هوکړه لاسلیک کړې ده.
شنونکي د ټرمپ د سولې بورډ پر جوړښت نیوکې کوي.
د نړۍوالو چارو شنونکی سیدبلال فاطمي وایي چې یاد بورډ باید داسې نه وای جوړ شوی؛ ځکه دا هماغه د «شرمالشيخ د معاهدې» دویم پړاو دی. دی وایي، د یادې معاهدې لومړی پړاو دا و چې په غزه کې اوربند وشي، بل پړاو یې دا و چې د درېیمګړي نړۍوال پلاوي تر تاثیر لاندې به هلته پر حکومت جوړولو خبرې کېږي، خو ان په لومړي پړاو کې هم د معاهدې درنښت ونه شو او «اسرائیلو په هماغه لومړۍ ورځ بمبار وکړ او لسګونه کسان یې شهیدان کړل.»
د هغه په خبره، له یادې معاهدې راوروسته چې شاوخوا شپږ میاشتې یې تېرېږي، اسرائیلو په وار وار بریدونه کړي او په دغو بریدونو کې تر زرو ډېرو فلسطینانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دی زیاتوي: «خلاصه امریکا بیا هم خپلې دوه پښې په یوه موزه کې کړې وې چې نه، قرارداد مات شوی نه دی او موږ پرې ولاړ یو او بالاخره اوس دوی دا اعلان وکړ چې دویمې مرحلې ته داخل شوي دي.»
دی وایي چې یاد بورډ باید نه وای جوړ شوی او د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د نومبر د اوولسمې مسودې پر بنسټ باید اوربند شوی وای، انتقالي حکومت جوړ شوی وای، دغه حکومت دوه درې کاله کار کړی وی او بیا د فلسطیني دولت ترڅنګ اسرائیلی دولت جوړ شوی وای.
هغه زیاتوي: «ګرچه زما موقف په دې اړه بالکل واضح و؛ ما له اول نه دا ويلي وو چې هغه مملکت باعث د تباهۍ د فلسطين شو او فلسطين یې واخیست اسرائیل ته یې وسپاره او اسرائیل یې دلته جوړ کړ؛ یعنې انګلیس نه که ټونيبلیر راځي د دې کمېټې مشر کېږي، دا معنا چې غوښه پیشو ته سپارل دي، بناءً دا توقع نه ده پکار، ما دا هم ويلي وو چې دا د فلسطین پر تابوت باندې اخري مېخ وهل دي، خو دا خو د هغه نه هم بدتر شو؛ يعنې دغه اوس چې کوم بورډ دوی جوړ کړی، دغه بورډ له هغه حکومت څخه چې توقع یې کېده، هم بدتر دی، دا د هغه ټونيبلیر د سولې لاندې چې کوم شی جوړېده کاغذي، دا له هغه نه هم بدتر دی، په دې کې خپله د فلسطین د خلکو – د چا په سرنوشت باندې چې لګيا دي خبرې کېږي – د هغه استازي په کې موجود نه دي او دا بورډ په عجب شکل جوړ شوی، مشري یې د ډونالډ ټرمپ پر غاړه ده، مادامالعمر به یې رئیس وي، څو کاملاً فلسطين له منځه یوسي او د فلسطين په نامه کومه خاوره پاتې نه شي؛ ځکه چې تاسو ته معلومه ده چې ډونالډ ټرمپ د نتانياهو تر شا داسې ولاړ دی لکه غر… نو له هغه دا توقع چېرته کېدای شي چې دلته یو مشروع حکومت جوړ کړي او دا به دلته یو متوازي حکومت د اسرائیلو ترڅنګ جوړ کړي.»
دی د ټرمپ د سولې بورډ ته په اشاره وایي، هغه پرېکړه مشروعیت نه لري چېرته چې د یوه ملت استازي نه وي او هلته یې پر برخلیک تصمیم نیول کېږي.
فاطمي زیاتوي چې د نړۍ ۶۰ رهبران یې دعوت کړل، ډېری اروپایان نه ورغلل او «څوک چې ورته راغلي دي، هغه لکه پاکستان، قطر، عربستان، اردن او مصر دا خو یې «لاس تړلي غلامان دي… دا بورډ بېطرفه نه دی، د دغه بورډ ترکیب له یهودانو جوړ دی، پایلې یې مثبتې نه دي او د سیمې په خیر نه دی.»
د سیاسي چارو دغه شنونکی وایي، د پاکستان په قوانینو کې راغلي، پاکستان تر هغه اسرائیل پر رسمیت نه پېژني چې اشغال شوې خاوره یې نه وي پرېیښې او فلسطین یې پر رسمیت نه وي پېژندلی.
خو دی زیاتوي چې پاکستان اوس د خپلو قوانینو او خپلو خلکو د احساساتو خلاف د یاد بورډ غړی شوی دی.
د ده په وینا، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر «دا معامله د ډالرو مقابل کې کړې او د خپل نظام د بقا لپاره د اسرائیلو پښو ته پرېوتی دی، د اسرائیلو په ذریعه یې امریکا ته لابيګري کړې او په ټوله کې دوی په دې کمېټه کې خوشحاله دي. تاسو ته معلومه ده چې غزې ته د قوا لېږلو لپاره یې هم خپله امادهګي ظاهره کړه… کوم کار چې ده وکړ، په تاریخ د اسلامي نړۍ کې چا نه دی کړی.»
هغه وایي چې اوس به پاکستان هلته خپل پوځي ځواک لېږي او دا به د اسرائیلو د ځواک ځایناستی کېږي.
د ده په وینا، له دې سره به له یوې خوا د اسلامي اخوت کومه اړیکه چې په نړۍ کې ده هغه به زیانمنه شي او له بلې خوا به په پاکستان کې هم تشنج زیات شي؛ ځکه چې نه یې له خلکو مشوره واخیسته او نه یې هم دغه موضوع پارلمان ته ولیږله.
فاطمي زیاتوي: «بله دا چې اسرائیل پاکستان ته د دښمن په سترګه ګوري؛ ځکه چې اټوم لري، دا تضعیف کېږي او دا د اسرائیلو یوه لاستهراوړنه ده.»
د پاکستان حکومت ویلي، دغه بورډ ته د ټرمپ بلنه یې د فدرالي کابینې له تایید وروسته په دې هیله منلې چې په غزه کې سوله ټینګه شي، فلسطینیان خپل حقونه ترلاسه کړي او غزه ورغول شي.
د سیاسي چارو شنونکی معینګل څمکنی هم پر یاد بورډ او په هغه کې د پاکستان او نورو هېوادونو پر غړیتوب نیوکې کوي.
دی، په ملګرو ملتونو کې د دغه سازمان د دایمي غړو د ویټو حق ته په اشاره وایي چې دغه سازمان هم د زورواکو هېوادونو له خوا رامنځته شو څو پر کمزورو هېوادونو خپلې طرحې ومني.
هغه وایي چې د ډونالډ ټرمپ له خوا د ګرینلنډ او کاناډا د نیولو ګواښونه او د وینزویلا د ولسمشر مادور نیول، زورواکي او له نړۍوالو نورمونو سرغړونه ده.
د ده په خبره، د ټرمپ له خوا د سولې په نوم بورډ به هم داسې وي چې چارې به یې د ټرمپ تر قیادت لاندې وي.
څمکنۍ زیاتوي: «ټرمپ او اسرائیل په حقیقت کې یو دي، اسرائیلو هم یو ابراهیمي تړون جوړ کړی چې په هغه کې غواړي، اکثراُ مسلمان هېوادونه د ده تړون لاسلیک کړي، څو اسرائیل پر رسمیت وپېژني، د امریکا ټولې هڅې پر همدې راڅرخي.»
د سیاسي چارو د دغه شنونکي په اند، یاد بورډ نه حقوقي مشروعیت لري او نه هم اخلاقي او «کولای شي دغه بورډ د ملګرو ملتونو اوسنۍ مؤسسه په مستقيم ډول سره وګواښي او تر اغېز لاندې یې راولي، څو ورو ورو د هغې د منحل کولو لپاره لارې هوارې شي.»
د ده په خبره، هغه نوښتونه او پرېکړې به چې پخوا ملګرو ملتونو کولې، اوس به یې د امریکا په مشرۍ دغه موازي چوکاټ (یاد شوی بورډ) کوي او د ملګرو ملتونو اعتبار به ورسره له منځه ولاړ شي.
د څمکني په نظر، په یاد بورډ کې به ډېر هغه هېوادونه وي چې د اسرائیلو ملاتړ کوي.
هغه زیاتوي: «نو دغسې که په زغرده ووایو چې پاکستان په دغه «بورډ» کې ګډون کوي، نو دا خپله یوه ډېره خطرناکه لوبه ده؛ په پاکستان کې به هم د سولې له بورډ سره یوځای کېدلو کې معلومه شي چې پاکستان هغه خپله کومه داعیه چې دوی لرله د اسلام په نامه، هغه به له لاسه ورکړي… نو له دې سره به پاکستان ته هم ډېر زیانونه واوړي.»
دی وایي چې اووه عربي هېوادونه د امریکا تر مستعمرې لاندې دي او دغه هېواد هم د امریکا د سولې په بورډ کې ور شامل شوی څو د اسرائیلو ملاتړ وکړي او غزه له فلسطینیانو خالي کړي.
څمکنی وایي: «د غزې لپاره ټرمپ پلان لري چې یو سوېلي ښار جوړ کړي او د امریکا تر مستقیم کنټرول لاندې وي، چې همدغه مبارزه د همدې لپاره روانه وه چې بالاخره یې په زرګونو فلسطینیان شهیدان کړل.»
هغه زیاتوي چې په ټوله کې دا یوه دسیسه ده او امریکا غواړي چې له مسلمانو هېوادونو کار واخلي څو مسلمان د مسلمان له لوري له منځه یوسي.
دی وایي، وبه لیدل شي چې په دې اړه به د روسیې، چین، هند او د برېکس او شانګهای تړون غړيو هېوادونو غبرګون څه وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP