کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۴): د کندهار ځايي مسوولین وایي چې روان کال له دغه ولايته نږدې ۲۳ زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د کندهار د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همغږۍ، د افغانستان ملي سوداګرو په ۱۴۰۴ لمریز کال کې له دغه ولايته نږدې ۲۳ زره ټنه انار بهرنیو بازارونو ته صادر کړي دي.
سرچینه زیاتوي، له دغه مقداره په لومړي ځل قطر ته ۲۰ ټنه انار صادر شوي او پاتې نور پاکستان، هند، سعودي عربستان، مالیزیا، اوزبېکستان، روسیې، قزاقستان او متحده عربي اماراتو ته استول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې سږ کال د کندهار د انارو حاصلات ښه کیفیت لري او د دغه محصول کې افتونه د تېرو کلونو په پرتله په څرګند ډول کم شوي دي.
د یادونې ده، سږ کال په کندهار کې د انارو له باغونو نږدې ۲۷۴ زره ټنه انار ترلاسه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP