کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۴): د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې له اکټوبر میاشتې راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندېدو له امله د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت عواید ۵۳.۰۲ سلنه کم شوي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د سوداګریزو لارو بندېدو د دغه ایالت پر عوایدو ستر منفي اغېز کړی؛ داسې چې د زیربنايي پراختیا د عوارضو (IDC) عواید په روان مالي کال کې د تېر کال د ورته دورې په پرتله له ۷.۴۲ میلیارده روپیو څخه ۳.۴۸ میلیارده روپیو ته راکم شوي دي.
د سرچینې په خبره، د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی مالي سلاکار مزمل اسلم په یوه څلور مخیز لیک کې د پاکستان سوداګرۍ وزیر جان کمال ته، د ایالتي او فدرالي همګټو ترمنځ د بېړنۍ ګډې ناستې غوښتنه کړې ده.
په راپور کې ویل شوي، تمه کېږي دغه ناسته د خیبر پښتونخوا پر اقتصاد د عوایدو کموالي اغېزې او همدارنګه د سوداګرو او صادرکوونکو پر وړاندې د ستونزو، لکه ځنډېدلې پیسې او د سوداګرۍ د فعالیتونو کمښت، د څېړلو لپاره وکارول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP