لښکرګاه(پژواک، ١٢ سلواغه١٤٠٤): د هلمند امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د سنګین ولسوالۍ پولیسو پنځه تنه انسان تښتوونکي نیولي او دوه تښتول شوي کسان یې ژغورلي دي.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي نصيراحمد مهاجر وایې، انسان تښتوونکو څه موده وړاندي د لښکرګاه له ښار څخه دوه تنه تښتولي وو او د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کي یې ساتل.
د هغه په وینا، تښتوونکو د یادو کسانو له کورنیو د لس میلیون افغانیو غوښتنه کړې وه.
دی زیاتوي چې د سنګین ولسوالۍ امنیتي ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې هغه پنځه تنه له یو میل کلاشنیکوف او یوه موټر سره نیولي چې یاد دوه کسان یې تښتولي وو.
ده وويل چې تښتول شوي کسان ژغورل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
هغه وايي چې نیول شوي کسان به تر څيړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP