کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مشرتابه د حکم له مخې، په یو شمېر وزارتونو، ادارو او ولایتونو کې نوې ګومارنې شوې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او دیني چارو د انسجام مخکنی معین شیخ عزیزالرحمن منصور د پروان د والي، د نیمروز د والي مخکنی مرستیال مولوي تورجان احمدي د دایکنډي د والي، د ښار او کور جوړولو وزارت مخکنی مالي او اداري معین حاجي ارسلا خروټی د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ابادۍ د معین، د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو مخکنی رییس مولوي محمدرباني ناصح د کور او ښار جوړولو وزارت د مالي او اداري معین او د ستري محکمې د دارالافتاء ریاست مخکنی غړی مفتي محمدطاهر احمد د جهادي اثارو د ساتني عمومي رییس په توګه ټاکل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې دغه راز د اسلامي امارت د مشرتابه دفتر مخکنی غړی مولوي نذیراحمد ناصر د چارو ادارې د لوی ریاست د نظارت او پالیسۍ د مرستیال، د چارو ادارې لوی ریاست د نظارت او پالیسۍ مخکنی مرستیال مولوي عبدالباري عاطف د ریاستالوزراء مقام دفتر لوی ریاست د عامه اړیکو د مرستیال، د دفاع وزارت د حمایوي لواء مخکنی مرستیال مولوي امینﷲ طیب د پکتیکا د امنیه قوماندان، د لغمان مخکنی امنیه قوماندان مولوي نجیبﷲ بدخشي د نیمروز د مرستیال والي، د دایکنډي مخکنی والي ملا نجیبﷲ رفیع د ستري محکمې د قطعاتو د عمومي قوماندان، د پکتیکا مخکنی امنیه قوماندان مولوي محمدﷲ براء د دفاع وزارت د حمایوي لواء د مرستیال، د ریاستالوزراء مقام دفتر عمومي ریاست د عامه اړیکو مخکنی مرستیال قاري عبدالستار سعید د جهادي اثارو راټولولو او تنظیم ریاست د رییس، د اطلاعات او فرهنګ وزارت مخکنی سلاکار قاري احمدﷲ سعید د جهادي اثارو او سندونو د ثبت ریاست د رییس او د کندهار د احصایې او معلوماتو ریاست مخکنی رییس مولوي سید نوراحمد سعید د جهادي نشراتو او کتابتون ریاست د رییس په توګه ګومارل شوي دي.
د مجاهد د معلوماتو له مخې، د سترې محکمې د امنیتي قطعاتو مخکنی قوماندان مولوي محمدعوض سعید د کندهار زون د پولیسو ښوونیز او رونیز مرکز د قوماندان، د پروان مخکنی والي مفتي محمدادریس انوري د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو د رییس، د ننګرهار جهادي مدرسې مخکنی مهتمم مولوي ریاضﷲ حقاني د کندهار د احصایې او معلوماتو ریاست د رییس، د کندهار زون د پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز مخکنی قوماندان مولوي مطیعﷲ فاروقي د ستري محکمې د امنیتي قطعاتو عمومي قوماندانۍ د ملکي مرستیال او د بدخشان د اشکاشم بندر مخکنی کمیسار مولوي عبدالرازق شاکر د فاریاب پوهنتون د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP