Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملا عبدالغني برادر له ترکمنستاني پلاوي سره د لیدنې په موخه هرات ته ولاړ

هرات (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د ترکمنستان د لومړي وزیر د مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردوف په مشرۍ له راغلي پلاوي سره د لیدنې په موخه هرات ته تللی دی.

د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي پژواک ته وویل چې دا لیدنه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي.

هغه زیاته کړې، په دې غونډه کې به د ټاپي د ګاز نل‌لیکې غځولو پروژې د پرمختګ، د تورغونډۍ بندر د ظرفیت لوړېدو، د ترانزیټي اسانتیاوو پراختیا او دوه‌اړخیزو اړیکو پیاوړتیا په اړه خبرې او ارزونې وشي.

مفتی سعیدي همدارنګه وویل چې په دې لیدنه کې به د ګډو اقتصادي پروژو پلې کېدو چارو د چټکتیا، د سیمه‌ییزو تعاملاتو ډېرېدو، د سوداګرۍ د پراختیا او د هېواد په لوېدیځ کې د کارموندنې په اړه هم بحث وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.